افغانستان کې يو بل امريکایي عسکر هم وژل شوی

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۳،سلواغه، ۱۳۹۷ل): په افغانسان کې د امريکایي ځواکونو يو بل عسکر هم تيره ورځ د طالبانو په بريد کې وژل شوی دی.

که څه هم د ياد عسکر د وژل کېدو مشخص ځای نه دی څرګند شوی خو په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو رسنيز دفتر وايي چې دا عسکر د افغانستان ختيځ کې د طالبانو په برید کې وژل شوی دی.

د امريکا پوځ وايي چې دا دوهم سرتيری دی چې په روان ميلادي کال کې د طالبانو په برېدونو کې وژل کيږي خو طالبان بيا دا شمير تر دې زيات ښيي.

تر دې وړاندې په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو ويلي وو چې د روانې ميلادي مياشتې په ۱۳ مه نېټه په بادغيس ولایت کې د بهرنيو ځواکونو يو عسکر د طالبانو په بريد کې سخت ټپي شوی و چې وروسته یې د جرمني په يو روغتون کې ساه ورکړه.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

avatar
3 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غوربندي
میلمه
غوربندي

ښاغلي لونګ صاحب، په سټو کنډو کې پروت غمی پښتين صاحب، حماد صاحب او ددوی اصحابو ته

تاسو چې د مزدورو افغان ځواکونو په خودکشی باندې وير کوی دا دي نن يو درځن خودکش افغان عسکرو خپل ژوند وژغوره او د طالب د هدف له مخې ليرې شول او امريکايي سرتيری يې د طالب ګوذار ته يوازې پرېښود،،،

وليکی الحمدلله !

عبدالله
میلمه
عبدالله

خپل ورونه سل سل وژنی او کافر یو، تاسو خپله فکر وکری دا سنگه جهاد دی. مردار کری امریکایان خو الله ته وگوری خپل ورورنه مه وژنی دوی کافران درته ناست دی او تاسی سره وژنی.
د تل پاتی سولی په هیله

ابوعبدالله
میلمه
ابوعبدالله

تاسی اوس دسړی زامن یاست په افغانستان کی دورځی څونده عام وګړی ځونده طالبان او څونده عسکر له منځه ځی دیوه امریکایی #### سوی ده ټولی رسنی بس یوازی یی دغه خبره په افغانستان کی امریکایی مردار سو ته هلمند میرمندو او حیدرابات ته ورسه نن دریمه ده چی بمبار پکښی شروع دی چایی پوښتنه وکړه چی څوک دی
د### زامنو په دا رسنیو

ابوعبدالله
میلمه
ابوعبدالله

تاسی ماته دا راوښایاست چی عکسونه
چیری در استول کیږی
چی راکښینی