پاکستان ته غاښ ماتونکی ځواب، سويلي افريقا سيريز يو-يو مساوي کړ

نن ټکی اسيا (چهار شنبه، ۳ سلواغه، ۱۳۹۷ل):د پاکستان او سويلي افريقا لوبډلو تر منځ د سه شنبې په ورځ دويمه يو ورځنۍ لوبه ترسره شوه چې په کې سويلي افريقا پاکستان ته د ۵ ويکټو په توپير ماتې ورکړه.

که څه هم د دواړو لوبډلو لخوا د توپ اچونې برخه په زړه پورې وه خو سويلي افريقا لوبډله وتوانېدله بالاخره پاکستان لوبډلې ته غاښ ماتونکی ځواب ورکړي.

سويلي افريقا په ياده لوبه کې پچه وګټله خو پاکستان ته يې د توپوهنې بلنه ورکړه، د فيهلوک وايو په زړه پورې توپ اچونې پاکستان لوبډله له سختو ستونزو سره مخ کړه، چې يو مهال يې په ۱۱۲ منډو ۸ لوبغاړي له لاسه ورکړي وو.

په وروستي کې حسن علي او سرفراز احمد پاکستان ته هيلې ورکړې او ټولې منډې يې ۲۰۳ ته ورسولې، نوموړي ۵۹ او سرفراز احمد ۴۱ منډې جوړې کړې.

په ځواب کې د پاکستان پښتون توپ اچونکي شاهين افريدي د سويلي افريقا لوبډلې ۳ لومړي مهم لوبغاړي وسوځول، خو وروسته وين ډر ډوسن او فيهلوک وايو په زړه پورې ۱۲۷ منډې ملګرتيا وکړه چې تر پايه ودريدل او بريا يې خپله کړه، په دې سره سويلي افريقا سيريز هم يو-يو مساوي کړ.

د سويلي افريقا تور پوستي لوبغاړي فيهلوک وايو لومړی په توپ اچونه کې ۴ ويکټې واخيستې او بيا يې په توپوهنه کې په زړه پورې لوبه نندارې ته وړاندې کړه چې په دې سره د لوبې غوره لوبغاړی هم ونومول شو، نوموړي د خپل کيريئر زياتې ۴ ويکټې او لومړۍ نيمه سليزه ووهله.

د يادونې ده چې له دې وړاندې سويلي افريقا پاکستان ته په ټيسټ سياليو کې په درې-صفر ماتې ورکړې وه، خو په لومړۍ يو ورځنۍ لوبه کې بيا پاکستان بريا خپله کړې وه.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د