ترکيې د خاشقجي د قتل په اړه د نړيوالو څېړنو پرېکړه کړې

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۳،سلواغه، ۱۳۹۷ل): ترکي رسنۍ د دغه هېواد د بهرنيو چارو د وزير مولود جاويش اوغلو له قوله وايي، چې انقره د سعودي خبريال جمال خاشقجي د قتل په قضيه کې د نړیوالو څېړنو پرېکړه کړې او راتلونکو لنډو ورځو کې به په دې اړه نور ګامونه هم واخلي.

جمال خاشقجي د سعودي واکمنې کورنۍ ته نږدې سړی و، خو په دې وروستيو کې د ولي عهد محمد بن سلمان له منتقدينو څخه و او په واشنګټن پوسټ ورځپاڼې کې يې د بن سلمان پر ضد ليکنې کولې.

نوموړي په دې وروستيو وختونو کې په متحده ايالاتو کې ژوند کاوه او شاهي  کورنۍ سره يې اړيکې ترينګلې وې، چې بالاخره د تېر ۲۰۱۸ کال د اکتوبر په دوهمه د ترکيې استنبول ښار کې د سعودي قونسلګرۍ کې د شکنجو پر مهال وژل شوی و.

د خاشقجي له وژل کېدو وروسته په لومړيو وختونو کې سعودي د هغه له وژلو انکار کاو، خو د سعودي چارواکو ضد او نقیض څرګندونو د ترکيې په ګډون د نړيوالو قناعت حاصل نه کړ او بالاخره يې د خاشقجي په قتل اعتراف  وکړ.

ترکيې له پيله ويلي و، چې د خاشقجي د قتل قضيه کې له نورو هېوادونو سره په ګډه څېړنې کوي او پر سعودي يې تور لګولی و، چې د قضيې په څېړنو کې مرسته نه کوي.

د ترکيې اناضول خبري اژانس د بهرنيو چارو د وزير مولود جاويش اوغلو له قوله ليکلي، چې ځينې غربي هېوادونه د خاشقجي د قضيې پټول غواړي، خو ده ټينګار کړی، چې ترکيه به د خاشقجي د قتل د  قضيې ټول اړخونه روښانه کړي.

سره له دې، چې ترکيې له سعودي او نورو هېوادونو سره په ګډه استنبول کې د سعودي قونسلګرۍ پلټنه کړې، خو لا هم د وژل شوي خاشقجي جسد او پاتې شوني نه دي موندل شوي.

د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوګان ويلي، چې  خاشقجي د سعودي د لوړپوړو چارواکو په امر وژل شوی دی.

د جمال خاشقجي د قتل له امله سعودي عربستان له سختو سيمه‌ ييزو او نړيوالو فشارونو سره مخ دی، خو د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ او اسرائيل په دې قضیه کې د سعودي ملاتړ کوي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د