د بخښنې نړیواله ټولنه: پاکستان دې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي آزاد کړي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۳،سلواغه، ۱۳۹۷ل): د بخښني نړیوال سازمان، په یوه وروستۍ اعلامیه کې پر پاکستان غږ کړی چې د پښتون ژغورني غورځنګ غړي دې ژر تر ژره آزاد کړي.

دا اعلامیه وروسته ترهغه خپره شوي چې رسنیو په کراچۍ کې د یاد غورځنګ د یوه غړي عالم زیب مسید د نیول کیدو خبر ورکړ.

د پاکستان د پارلمان غړي محسن داوړ په کراچۍ ښار کې د خپل غورځنګ د یو مشر د نیول کیدو خبره تائید کړي او ویلي دي چې د ناڅرګندو لاملونو له امله د دوی یو مشر عالم زیب محسود د امنیتي ادارو له لوري نیول شوی او تر دا مهاله لادرکه دی.

د بخښني نړیوال سازمان، له پاکستانه غوښتي دي چې یا دې پر دغه کس رسمي تورونه ولګوي او یا دې هم سمدستي آزاد کړي.

که څه هم د کراچۍ پولیسو د عالم زیب د نیولو په اړه له نظر ورکولو ډډه کړې، خو په ټولنزو رسنیو کې په پراخه کچه دا خبره خپره شوي چې ګویا عالم زیب د امنیتي ځواکونو له لوري په دې جرم بې درکه شوی چې هغه د پښتون ژغورني غورځنګ فعال غړی و او د پاکستان پر حکومت یې د پښتنو د لادرکه کیدو له کبله نیوکې کولي.

د پښتون ژغورني په نوم دغه غورځنګ ادعا لري چې د پاکستان پوځ له افغانستان سره پر پوله پرتو د پښتون میشته سیمو د مشرانو په لادرکه کیدو کې لاس لري.

د عالم زیب محسود تر لادرکه کیدو لږ وروسته، د بخښنې نړیوال سازمان پر خپله تویتر پاڼه یوه اعلامیه خپره کړه چې پکې د پاکستان له حکومت څخه غوښتل شوي چې یا محسود محکمې ته وړاندې کړي او یا یې هم سمدستي آزاد کړي.

په اعلامیه کې زیاته شوي، موږ د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي عالمزیت محسود، د لادرکه کیدو په اړه اندیښمن یوو، او دا چې له هغه سره مل د پښتون ژغورنې غورځنګ نور غړي وهل شوي او ټکول شوي دي.

د پښتون ژغورنې خورځنګ د تیر کال په جنوري میاشت کې په کراچۍ ښار کې د یوه ځوان پښتون نقیب الله محسود تر وژل کیدو وروسته رامنخ ته شو. د دې غورځنګ په غونډو کې چې د پاکستان په بیلابیلو سیمو کې ترسره کیږي ډیر شمیر کسان ګډون کوي.

په تېر دسمبر کې د دغه غورځنګ دوه مشران، محسن داوړ او علي وزیر چې له خیبر پښتونخوا ايالت څخه د پاکستان پارلمان ته ټاکل شوي غړي هم دي؛ له پاکستانه ممنوع الخروج اعلان شول. خو وروسته، وروسته بیرته له هغه لیسته و ایستل شول.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
هارون
میلمه
هارون

الله(ج) دې طالبانو ته د نورو بریو تر څنګ دا توان هم ورکړي چې د پښتنو د ژغورنې د غورځنګ څخه ملاتړ وکړي. نن سبا په پښتنو ډېر ظلمونه روان دي.