سیکولرحکومتونه اخلاقي پیغام او اصلاحې موخې نه لري

 استاد اسدالله  (رزین )

غربي انسان ته هغه څه ورپيښ سول ، چې تمه یې کیده . دوی د استعانت تصور  بدل کړ ، په ځان یې پوره وبلله ، د پناه لوری یې غلط کړ ، او په یو مخیز ډول سره یې پام لوری مادي نړۍ خوښه کړه . خیالات، اخلاق، پوهنه ، ادب،ټولنیز نظام ،حکومت ، سیاست یې او روحي او بدني ژوند یې په پوره ډول سره د هغې په رنګ کې ورنګا وؤ . او هغه یې هرڅه ومنله .

داخوځښت ورو، ورو مخ ته ولاړ او بیا په ټول ځواک او هوډ سره د مادي په کلابندی کې راغي .

فلسفه پوهانو او د طبعي علومو ماهرینو یې د کائناتو په باره کې دارنګه بحثونه مخ ته واچول چې دا نه کوم خالق لري ، نه کوم حاکم لري او نه هم کوم ناظم لري .

له طبعت او مادې پرته بل کوم داسي ځواک نشته  چې په دې لایتناهي عالم کې تصروف وکړای شي ، او سره ویې اوډې .

هغو د طبعي نړۍ د ظواهرو او اثارو تشریح او توجیه په ماشیني ډول سره وکړه ،خو نوم یې علمي او تحقیقي ورکړ .

او هر یو دارنګه بحث او لید لوری  چې نسبت به یې د الله تعالی وجود او په هغه ټینګ باور ته کیده تقلیدي او غیر علمي باله ،او ملنډي به یې پری وهلي .

دوی په تلو، تلو کې له حرکت او مادي پرته له هر شي انکار وکړ ،او د هر هغه شي له منلو یې معذورت وغوښت چې د حواسو او تجربې په کالب کې به نه سوای راتلای . وزن ، کچه او شمیر به یې نه سوای اخستل کیدای .

ددي ټولو طبعي او منطقي پایله داشوه چې د الله تعالی شتون او ټول مابعدالطبعي حقیقتونه داسې فرضیې دي چې عقل او علم یې قطعاً نه مني .

دوی تر ډیرو له خدایه د انکار خبره په خوله نه راوړه ، خود فکر،بحث او نظر کیفیت یې داسي غوره کړچې له هغه دین سره چې ټوله ودانۍ یې په ایمان بالغیب ، وحیه او نبوت ولاړه وي نه سوای اوسیدلای .

دوی کرار،کرار هغه خنډونه له مخې پوري وهل او په ډاګه یې د سیکولریزم او ماده پرستې اعلان وکړ . او د نولسمې پیړۍ غرب د بت پرست روم او یونان په بڼه کې میدان ته راووت .

سیکولریا لادیني حکومتونه په حقیقت کې مخ په وړاندي  منظمي او محفوظي اداري دي ،خو دا حکومتونه د ګټي اخیستو لپاره منځ ته راځې نه د ګټې رسولو لپاره . له هغو سره نه د جوړولو هوډ وي او نه هم تصور له هغوسره د هیواد او قوم اخلاقي او انساني لارښووني ، د هغو د اصالت او حقیقي چوپړ او ښېرازي هیلې مړې وي . د هغوي پام د حصولي دروازو د ګټې اوچتولو تدبیرونو اوسرکاري محصولاتو لور ته وي .او د مادې موخو د لاسته راوړو لپاره په ټوله بې پروايې ټول اخلاقي اصول او ارزښتونه تر پښو لاندي کولای سي . او کله چې اخلاقي او مادې ګټې سره ټکر سي ، دوی خامخا د مادي ګټو لوری نیسې او انساني ارزښتونه  په لغتو  وهي . لکه دابیخې نوې د ډونالډ ټرمپ خبره او پالیسي د جمال خاشق جي دبې رحمانه شهادت په باره کې . د هغوله لید لوری په هره مسئله کې اقتصادي ارزښتونه ، ارزښتونه وي . په پرېکړو کې بنسټیز رول لري ، د ګټلو ،حق په جانب کیدلو او ښه والي معیار هغه وي .اخلاقي اصالتونه حتی د دوهمي درجې حیثیت هم نه لري . او اخلاقي او انساني ارزښتونه د لرګو په تله تلل کیږي . او د واک او واک کارولو واګې د هغو په لاسو کې وي .

په یاد ډول حکومتونو کې د بد اخلاقي او بې حیایې مخه نه نیوله کیږي . حوصله افزايې  یې کیږي ، منظموي او قانوني کوي یې . په سیکولر حکومتونو کې عزت پلورل کاروبار او رواکړنه وي . سیکولر حکومتونه په خپله هم په لوړه کچه سودي کاروبار کوي . او ولسونه هم لاس خلاصې پریږدې. ډیر اخلاقي جرائمو ته د کولو اجازه حاصله وي . شرابوته نه یواځي د څښلو اجازه وي . بلکې په ځينو وختونو کې یې سیکولر حکومت تجارتي واګې هم په خپل لاس کې اخلي . او څوک چې یې په مخالفت کې را ولاړسي ، هغو ته سزاورکوله کیږي . سینما او فلم جوړونه یا ام الجرائم په ولسونو کې د بد اخلاقي دودولو او شهواني جنون پیدا کولو مرکزونه د حکومت د محصولاتو تر ټولو لویه ذریعه وي . حکومت یې اخلاقي زیانونه وینې ، پرپوهیږي ، خو د مخنیوي لپاره یې هیڅ هم نه کوي .ټولې رسنۍ د ولسونو د اخلاقي لارښوونو او روزلو په ځاي د بدماشانو ، عیاشانو ، شرابیانو ، ټنګ ټکور ، نڅا او ګډا په چوپړ کې ، او چوکیداري یې حکومت کوي . په ولسونو کې سمې لارې ته د تلو په ځاي د فساد د ظاهرې جل او بل ملګیري کوي. په خپلو پروګرامونوکې تفریحي یا عیاشې محرکات توشوي او مستوي . او که کله کوم ښوونیز پروګرام وهم لري . ولسونو ته یې د سیل ، ساتیري په بڼه کې ور رسوي . د قانون ، چاپ او حکومت د تحقیق او حساب کولو اداري چې د سیاست او نورو انتظامي امورو په باره کې له ډیر شدته کار اخلي او کوچني کوت نیونه هم نه مني ، خو د اخلاقي او معنوي ارزښتونو په باره کي بیا ځان سخي ،بی تفاوته او د پراخې حوصلې لرونکي ښئ. اخبار لیکونکي ،فحش لیکونکي او کیسې لیکونکي لیکوالان د خپلې ډیري وړي ګټي وټې لپاره په ولسونو کې اخلاقي طاعون ویشي. او تر څو چې طاعون خپل ارمان ښه ونه کاږي . حکومتي ماشین  په حرکت نه راځې . په سیکولر حکومتونو کې له اخلاقي دربدرې سره روغتیایې دربدرې هم ملګرې  وي . او د ولسونو وینې زبیږي . ځینې تجارتي ادارې د ځینو روغتیا دښمنو ، لاسي او وارداتي تولیداتو په واسطه د ولسونو روغتیا تهدیدوي ، خو سیکولر حکومت د لیږ رشوت ،رابطې یا واسطې په مټه د ولس وژنې اجازه پلوري . اود سزاورکولو او ورسره د حساب په فکر کې یې نه پاته کیږي .

دا ټولې نارواوې ددې لپاره ترسره کیږي چې د سیکولر حکومت لید لوری او فکري محورلاسته راوړنه وي ، نه اخلاقي لارښوونه .

دوی یواځې د مالي ګټو چې د حلال او حرام له اندیښنو خالي وي او ظاهري خوشحالي ولري په لټه کې وي .

د حکومت دغه ډول سیاست خامخا ولسي اخلاق کمزوري کوي ، خطرناک اخلاقي انحطاط او ناروغې رامنځته کوي . ټول ولس او د ولس په هره طبقه کې تجارتي ذهنیت اود ګټې ترلاسه کولو او موقع پرستي فکر پیدا کوي. او د یو عام چور او تالان بازار ګرموي .لکه زموږ د ولس او چارواکو شته بدحال .

او هغه حکومتونه چې د نبوي فکر په مټه رامنځته سي بنسټ یې تجارت نه بلکي هدایت وي .

عمر بن عبدالعزیز رحمة الله علیه ته یې یو کارمند د دوي د حکومت په موده کې د حکومت د ډول ، محصولاتو له کمې او د حکومت  له مادې ستونزو شکایت وکړ ، نو هغوي ورته وفرمایل چې رسول صلی الله علیه وسلم هادي را استول شوي ؤ نه تحصل دار .

که په غور ورته وکتل سي ، نو عمر ثاني په لنډه جمله کې د اسلامي حکومت سیاست او اصول ټول بیان کړي دي .

اسلامي حکومتونه د ولسونو اخلاقي روزنې او دینې ګټو او تاوان ته  ډیر پام وراړوي . مال ، محصولات او تحصیل یې ضمني او په دوهمه درجه کې د اهمیت وړ ګڼې.

په اسلامي حکومت کې ټولو سیاسي او مالي مسائلو ته له دیني لیدلوری ور کتل کیږي .

په اسلامي حکومت کې اخلاقي اصول په مادې ګټو او مصلاحتونو مخکې وي .

اسلامي حکومت یواځې ویل او کول نه ګوري . اسلامي حکومت غوراوی او ذهنیت هم ګوري ، ځکه چې هغه اخلاقي ښیګڼو ته بلنه ورکوي .

که اخلاقي نظام سم نه وي د ویلو ، کولو او بد اخلاقي مخنیوي بیخي شونی نه وي . ځکه چې اخلاقي نظام په ټولو هغوتوکو بندیز لګوي چې په ولسونو کې بداخلاقي ، قانون ماتونه ، نفس پرستي ، عیاشي او مستي پیدا کوي .

او ټول هغه کسان چې په ولسونو کې بی حیایې او د ګناه خوښوني نشه پاروي که هرڅوک وي مجرم او د هېواد دښمن یې پیژني .

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د