افغانستان

د طالبانو په اړه د چين نوی دريځ

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۳،سلواغه، ۱۳۹۷ل): په پاکستان کې د چین هيواد سفير ياو ژنګ د طالبانو په اړه د خپل هيواد د سیاسي دريځ څرګندونه کړې ده او ويلي يې دي چې چين اوس طالبانو ته د سياسي قوت په توګه ګوري ځکه چې طالبان په سياسي توګه خپلې انديښنې مطر ح کوي.

د چين سفير ياو ژنګ د پښتونخوا ايالت په پيښور پوهنتون کې يوې غونډې ته په وينا کې ويلي دي چې هيواد يې طالبان اوس د سيمې د يو سياسي قوت په توګه مني.

ياو ژنګ وويل چې چين په دې هڅه کې ده چې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د روغې جوړې خبرو له پاره زمينه برابره کړي چې په دې لړ کې يې د چين هيواد يو استازی د طالبانو د قطر دفتر ته ورليږلی دی.

نوموړی زياتوي چې په راتلونکې کې به طالبان هم په افغانستان کې سياسي فعاليتونه ولري او دوی به د يوې غښتلې سياسې ډلې په توګه مطرح شي.

هغه وويل چې چين هيواد په افغانستانکې د سولې او ټيکاو له پاره هلې ځلې کوي او په دې برخه کې يې د نړۍ په بيلابيلو ټولنو او هيوادونو غږ کړی اومرسته يې ورڅخه غوښتې ده او په دې برخه کې چې هرهيواد رول لوبوي چين يې ملاتړ کوي.

د يادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې د طالبانو د جګړيزو هڅو ترڅنګ سياسي هلې ځلې هم زياتې شوي دي چې بيلابيلو
هيوادونو ته سياسي سفرونه، د افغانستان د قضيې په اړه له امريکايي لوري سره څلور ځلې مخامخ خبرې اترې او د سيمې هيوادونو سره يې سياسي اړيکې او راشه درشه په دې وروستيو کې ترسره شوې دي.

تيره مياشت د طالبانو د سياسي دفتر يو پلاوی تهران ته لاړ او له دې وړاندې يې چين او نوور هيوادونو ته هم د سفرونو خبرونه ورکړل شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
لونګ

دا خو یی بده خبره نده کړی. خو که چیری طالبان نور هم سیاسی بخش ته خپل زور ورکړی بیا به د نړی په سطح مطرح شی. هغوی دی د افغانستان مخورو سپیږو، مشرانو او بیطرفه کسانو سره خبری زر تر زره شروع کړی. او حتی په حکومت کی هم داسی کسان شته چی طالبان باید ورسره خبری وکړی د بلګی په توګه قاضی محمد آمین وقاد، ځینی کسان د سولی په شورا او د مشرانو په جرګه کی. طالبانو ته بهتره ده چی د جنګ څخه زیاد تره په سیاسی اړخ اتکاه زیاته کړي.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x