د طالبانو په اړه د چين نوی دريځ

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۳،سلواغه، ۱۳۹۷ل): په پاکستان کې د چین هيواد سفير ياو ژنګ د طالبانو په اړه د خپل هيواد د سیاسي دريځ څرګندونه کړې ده او ويلي يې دي چې چين اوس طالبانو ته د سياسي قوت په توګه ګوري ځکه چې طالبان په سياسي توګه خپلې انديښنې مطر ح کوي.

د چين سفير ياو ژنګ د پښتونخوا ايالت په پيښور پوهنتون کې يوې غونډې ته په وينا کې ويلي دي چې هيواد يې طالبان اوس د سيمې د يو سياسي قوت په توګه مني.

ياو ژنګ وويل چې چين په دې هڅه کې ده چې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د روغې جوړې خبرو له پاره زمينه برابره کړي چې په دې لړ کې يې د چين هيواد يو استازی د طالبانو د قطر دفتر ته ورليږلی دی.

نوموړی زياتوي چې په راتلونکې کې به طالبان هم په افغانستان کې سياسي فعاليتونه ولري او دوی به د يوې غښتلې سياسې ډلې په توګه مطرح شي.

هغه وويل چې چين هيواد په افغانستانکې د سولې او ټيکاو له پاره هلې ځلې کوي او په دې برخه کې يې د نړۍ په بيلابيلو ټولنو او هيوادونو غږ کړی اومرسته يې ورڅخه غوښتې ده او په دې برخه کې چې هرهيواد رول لوبوي چين يې ملاتړ کوي.

د يادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې د طالبانو د جګړيزو هڅو ترڅنګ سياسي هلې ځلې هم زياتې شوي دي چې بيلابيلو
هيوادونو ته سياسي سفرونه، د افغانستان د قضيې په اړه له امريکايي لوري سره څلور ځلې مخامخ خبرې اترې او د سيمې هيوادونو سره يې سياسي اړيکې او راشه درشه په دې وروستيو کې ترسره شوې دي.

تيره مياشت د طالبانو د سياسي دفتر يو پلاوی تهران ته لاړ او له دې وړاندې يې چين او نوور هيوادونو ته هم د سفرونو خبرونه ورکړل شوي دي.

تبصرې (1)

  • دا خو یی بده خبره نده کړی. خو که چیری طالبان نور هم سیاسی بخش ته خپل زور ورکړی بیا به د نړی په سطح مطرح شی. هغوی دی د افغانستان مخورو سپیږو، مشرانو او بیطرفه کسانو سره خبری زر تر زره شروع کړی. او حتی په حکومت کی هم داسی کسان شته چی طالبان باید ورسره خبری وکړی د بلګی په توګه قاضی محمد آمین وقاد، ځینی کسان د سولی په شورا او د مشرانو په جرګه کی. طالبانو ته بهتره ده چی د جنګ څخه زیاد تره په سیاسی اړخ اتکاه زیاته کړي.