عبدالله عبدالله: طالبان د اسلامي امارت د قيام لپاره مبارزه کوي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۳،سلواغه، ۱۳۹۷ل): د ګډ حکومت اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله وايي، چې طالبان يو ځل بيا د اسلامي امارت د قيام لپاره مبارزه کوي.

عبدالله عبدالله د سويس په نړيوال اقتصادي فورم کې د خپلې وينا پر مهال وويل، چې د طالبانو  ټوله هڅه دا ده، چې يو ځل بيا پر افغانستان د پخوا په څېر اسلامي امارت قايم کړي او په وينا يې طالبان فکر کوي، چې د افغانستان ولس هم دغه ډول نظام غواړي، خو دی ادعا کوي، چې افغان ولس د طالبانو نظام نه غواړي.

د ګډ حکومت اجرائيه رئيس دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې له تېرو څو مياشتو راهيسې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې خبرې هم روانې دي.

هغه په خپلو څرګندونو کې اندېښنه ښکاره کړې، چې کيدای شي له طالبانو سره د سولې له امله د افغانستان د تېرو اتلس کلونو ځينې لاسته راوړنې ضايع شي.

عبدالله پر طالبانو دا نيوکه هم کړې، چې له تېرو څو کلونو راهيسې د ګډ حکومت له لوري د سولې وړانديز نه مني او پر ځای يې لومړی د بهرنيو پوځيانو د وتلو په اړه له امريکا سره په مخامخ خبرو ټينګار کوي.

دی ادعا کوي، چې افغان حکومت او ولس به هېڅکله داسې سوله ونه مني، چې د تېرو اتلس کلونو لاسته راوړنې په کې ضايع شي.
عبدالله عبدالله دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د نړيوالو راپورونو له مخې  د افغانستان اويا سلنه خاوره د طالبانو تر واک لاندې ده او عبدالله په خپلو تکراري څرګندونو کې  هم منلې، چې د اشرف غني په مشرۍ ګډ حکومت په تېرو څلورو کلونو کې د افغان ولس لپاره کومه ځانګړې لاسته راوړنه نه لري.

سربېره پر دې د ګډ حکومت منتقدين وايي، چې د اشرف غني او عبدالله په مشرۍ په تېرو څلورو کلونو کې د امنيت، اقتصاد، سوداګرۍ، تعليم او نورو څانګو کې د خلکو ژوند مخ په ځوړ روان دی او حکومت داسې څه نه دي کړي، چې د عامو افغانانو ژوند ورسره ښه شي.

تبصرې (4)

  • دا منافق كفاروته دا وايى چى پام كوى قران ، حديث او شرعى حدود را روان دى بيا به نور نه ستاسو غلامى وى ، نه فساد ، نه قتل و قتال، نه غلا ، نه فحشا، ..... نه زما سينگار او نه هم هغه نورى حرامزادگى چى تاسى يى غوارى او لاسته راورنى ورته واياست .

  • عبدالله عبدالله د ۱۸کلو دلاس راوڼوخبره کړی ده. سوال دادی چی په ۱۸ کلو کی دوی څه شی لاس ته راوړیدی؟
    د۱۸ کلو لاس راڼنی: غلا، فحشا، بی امنیتی، اخطتاف، بچه بازی، شراب څکل، زنا، رشوت، بیکاری، چور، چپاول، غصب، زورګویی، درواغ ویل، بی انصافی، بی عدالتی، دبل حقوق تر پښولاندی کول، جنسی تجاوز، قاچاق، د مخدره موادو استعمال عامول،کور اوکلی ورانول، د عامو خلکو وژل، ژبنی، قومی، منطقوی، ملیتی تعصباتوته لمن وهل، افغانان په خپل منځ کی جنګول، ځوانان د خارجی هیوادو ته ټیله کول،.........................اوداسی نور ډیربد اخلاقی رواجونه چی د اسلامی او افغانی کلتور خلاف دی په ټولنه کی رواجول.

  • منافق فاشيست دشمالي ټلوالي فاسد عبدالله عبدالله، که ته او ستا ملګري اسلامي نظام غواړي او که، خو چه وخت دراشي نو کډي به مو باروي. لعنت دي په تاسي فاشيستانو، له تعصب او تبعيض نه ډکو قوم پرستانو وي. ته به هم يو وخت دفاشيست مسعود په سرنوشت دوچار شي. دهغي ورځي په انتظار. کاروان

  • بسم الله الرحمن الرحيم ط
    وايي ( پز پريکړي ، که شرم درلودلای نو د چړې نوم به يي نه اخيستلای ) .
    عبدالله عبدالله دي دا ووايي چي په دې اتلس کلونو کي دوی کومه دولتي پروژه فعاله کړې ده . بيله دې چي د پخوانيو دولتونو فابريکې يي د بازار ازاد په خوب ليدو سره په ناچيز قيمت سره خپلو غلو ته ورکړې . ښه مثال يي د جبل سراج د سمينټو فابريکه ده ، چي محمود کرزي ته په وړيا توګه وسپارله ، د دولتي مځکو غصب خو پريږده.
    داچي ويي طالبان صاحبان بيرته د امارت اسلامي د اعادې په فکر کي . دانه يواځي د طالبانو هيله او ارزو ده ، بلکه په خاصه توګه د هر مسلمان افغان د درديدلي زړه ارمان دی ، او په عمومي توګه دنړۍ د هر مسلمان غوښتنه او ارمان دی.
    عبدالله عبدالله ددې خبرو اهليت او صلاحيت نه لري . اول دي د خپل بادار څخه پوښتنه وکړي . چي هغه ورته څه جواب ورکوي . او ضرور چي دا به ورته وويي: مختورونو يوو ځل مو تير ايستلو ، او د عنکبوت په جال کي مو راکښييستو ، نور نو نه تير وځو. ولاړ سی ځانونو ته د پناه ځای پيدا کړئ.