
طالبان: د میدان ورګ د بريد طراح نه دی وژل شوی
نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۳،سلواغه، ۱۳۹۷ل): وروسته له هغه چې د افغانستان ملي امنيت په ميدان وردګ کې د ځانګړو ځواکونو په مرکز د بريد د طراح د وژل کېدو خبر ورکړ طالبانو دا ادعا رد کړه.
ننه له غرمې مخکې د ملي امنيت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي وو چې د نعمان په نامه د ميدان وردګ ولايت د دوشنبې د ورځې خونړي بريد طراح يې له اوو تنو ملګرو سره يو ځای په میدان وردګ ولایت کې په هوايي برید کې وژلی دی خو د طالبانو وياند د ملي امنیت دا ادعا رد کړې ده.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې نوموړی نه دی وژل شوی او زياتوي چې په دې نژدې ورځو کې د دوی هيڅ ملګری او مسؤل په کوم هوايي بريد کې نه دی وژل شوی.
مجاهد زياتوي چې هيڅ دا ډول پيښه نه ده رامنځته شوې او د کابل حکومت دا ادعا له حقيقت نه لرې او پروپاګند دی.
د دوشنبې په ورځ په ميدان ودرګ ولايت کې د ځانګړو کمانډويي ځواکونو په يو مرکز خونړی سرتیری بريد وشو چې له امله يې تر سلو زياتو ځانګړو ځواکونو عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
طالبانو د دې بريد مسؤليت منلی و.
برید ګر طراح کرنیل میان نعمان د ګوجرانوله پنجابی وه.الله ج به حساب ورسره وکړی