محمد بن سلمان هم د نړۍ په «سلو مفکرينو» کې حساب شوی

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۳،سلواغه، ۱۳۹۷ل): سعودي رسنۍ وايي، چې د امريکا فارن پاليسي مجلې په خپل کلني خپاره شوي ليست کې د سعودي  وليعهد محمد بن سلمان هم د سلو نړيوالو مفکرينو په ډله کې حساب کړی دی.

سعودي رسنيو د فارن پاليسي په حواله  ليکلي: «د سعودي حکومت او وليعهد پر ضد د روانو هڅو سربېره سعودي د بريا او پرمختګ پر لور چټک مزل کوي او د بن سلمان د فعاليتونو له امله پر تېلو د سعودي اتکاء پای ته رسيږي او نوموړي په سعودي کې داسې فعاليتونه پيل کړي، چې د منځني ختيځ راتلونکي نسلونه به ترې استفاده وکړي.»

فارن پاليسي زياتوي، چې د ۳۳ کلن بن سلمان شخصیت کيدای شي په ۲۰۱۸ کال کې د خبريال جمال خاشقجي د وژلو له امله اغېزمن شوی وي، په دې اړه يې د سعودي پر ضد د کانګريس پرېکړې او د دافوس کنفرانس کې د بن سلمان د شتون له امله د يو شمېر بانفوذه مشرانو وتلو يادونه کړې، خو زياتوي، چې د دې ستونزو سربېره هم د بن سلمان واک او ځواک په زياتېدو دی او نوموړی لا هم د خپلو پلانونو په عملي کولو بوخت دی او هڅه کوي، چې د سعودي اقتصادي منابع زيات کړي او يوازې په تيلو خپله اتکاء پای ته ورسوي.

د فارن پاليسي مجلې په شمول يو شمېرې نورې معتبرې رسنۍ هر کال د نړيوالو مفکرينو کلنی ليست خپروي، خو د بن سلمان په څېر کسان په دې لیست کې د شمېرلو له امله د نړيوالو مفکرينو لیست تر ډېره خپل باور له لاسه ورکوي.

بن سلمان که څه هم د سعودي خپلواک  واکمن بلل کیږي، خو د عربي چارواکو کارپوهان وايي، د بن سلمان په مشرۍ د سعودي حکومت په ولس، سيمه ييزه او نړیواله کچه خپل باور بایللی دی.

avatar
6 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
احمد
میلمه
احمد

قربان خدا شوم
No comment

غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

خبره داده چي:
سعودی د تیلو د پراخ تولید له درکه ندی توانېدلی چي پخپل هیواد کی فقر او اجتماعی بې عدالتی له منځه یوسی نو د خُرما او اوښ د شیدو د صادراتو له درکه به څنګه وکولای شی د فقر سره مبارزه وکی؟

جميل
میلمه
جميل

توله كاذب متفكرين او د سولى كاذب تيكه داران بايد د اسلام ضد واوسى .
كله چى اوباما ته د سولى لپاره د نوبل جايزه وركرل شوه سمدستى يى تر بوش درى چنده عسكر د جنگ لپاره أفغانستان ته واستول ، د برما يوى بودستى ته يى هم د سولى د نوبل جايزه وركره چى د برما مسلمانان قتل او مهاجر كرى ، ليونى اشرف غنى يى هم د دى لپاره متفكر وباله چى مسلمانان قتل او اسلام نعوذباالله ريشخند كرى .
دا كاذبين دى پدى شه سر خلاص كرى چى نن مسلمانان ستاسو هر عمل ته سرچپه گورى .

غوربندي
میلمه
غوربندي

د خاشقچي د مرګ او محوې فکر هم د ياد مفکر له افکارو څخه دی.

مجاهد
میلمه
مجاهد

Illuminati د نظم نوین له شیطانی اصطلاحاتو ډيره مهمه اصطلاح ده دهغه اصطلاح معادل یی زمونږ به فارسی، پښتو او عربی ژبو کی په روشن فکرۍ ژباړلی هغوی پوهیږی چه روشنفکران د دوی د نظم نوین جهانی د جلا جلا کچو شعوری یا غیرشعوری غړیتوب لری. دا چه روشنفکری د اخوندانو په شان تر (( ایت الله )) رسیږی نظم نوین جهانی هم د خپلو روشنفکرانو د لږ پورته کچی د غلامو غړو د باره په دی اواخرو کی د [[ متکفر یا مفکر ]] اصطلاح مروج کړی. متفکر او مفکر یعنی د نظم نوین جهانی هغه غړی چه تر… نور لوستل »

حکیمي
میلمه
حکیمي

بلکل اوس مې سر خلاص شو چي مفکر دوۍ چاته وایي

هغه چي داسلام له دین څخه تښتي
نورکه هرڅومره ظالم قاتل اووحشي وي دوۍ ورته مفکر وایي

دسلمان زوی چي ښکرهم وکړي زموږ دمفکر ځای ته نشي رسېدلای