ميدان وردګ: هوايي بريد کې د پلار او زوی په ګډون شپږ تنه وژل شوي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۳،سلواغه، ۱۳۹۷ل): په ميدان وردګ ولايت کې د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريد کې د يو پلار او زوی په ګډون شپږ تنه ولسي وګړي وژل شوي او يو بل ټپي دی.

دا شپږ تنه ولسي وګړي تيره ورځ هغه مهال په هوايي بريد کې وژل شوي دي چې غره ته د ښکار له پاره تللي وو.

د ميدان وردګ د ولايتي شورا غړي شریف الله هوتک رسنيو ته ويلي دي چې دا پيښه تيره ورځ د ميدان وردګ په مرکز د کهنه خمار سيمې په کنډا غره کې رامنځته شوه او دا مرګ ژوبله يې واړوله.

هوتک وايي چې په وژل شويو کې يو پنځلس کلن ماشوم او د هغه پلار هم شامل دي او زياتوي چې د وژل شويو جسدونه په سيمه کې تر ماښامه پراته وو او د چورلکو د بياځلي بريد د وېرې له امله خلکو د خپلو مړو جسدونه نه شوای انتقالولی.

هغه وويل چې حکومت بايد له بهرنيو ځواکونو څخه د خپلو خلکو د وژنې پوښتنه وکړي.

د سيمې يو بل عيني شاهد محمد عمر امرخېل پژواک اژانس ته ويلي چې وژل شوي ټول ولسي وګړي او غريب خلک وو او له چره ييزو توپکونو سره ښکار ته وتلي وو.

بل لور ته د ميدان وردګ ولايت رسنيز دفتر ويلي دي چې په دې بريد کې شپږ تنه طالبان وژل شوي دي.

د افغانستان ملي امنيت هم نن غرمه د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې د ميدان وردګ ولايت د دوشنبې ورځې د بريد طراح يې له خپلو شپږو ملګرو سره په هوايي برید کې وژلی خو طالبانو دا ادعا رد کړې ده.

د يادونې وړ ده چې ډیری وخت په افغانستان کې ولسي وګړي د هوايي بريدونو قرباني کيږي او په دې وروستيو کې د ولسي وګړو مرګ ژوبله د بل هر وخت په پرتله زياته شوې.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د