د امريکا د بهرنيو چارو وزارت له طالبانو سره د خبرو پخلی کړی

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۳،سلواغه، ۱۳۹۷ل): د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت ‏منلې، چې په قطر کې د زلمي خلیلزاد په مشرۍ امريکايي پلاوي د طالبانو د سياسي کميسيون له ‏مشرانو سره د افغانستان کشالې د حل لپاره خبرې کړي دي.‏

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت څخه په خپره شوې اعلاميه کې راغلي، چې د افغانستان سولې ‏لپاره د امريکا خاص استازي زلمي خلیلزاد تېره ورځ د قطر پلازمېنه دوحه کې د طالبانو له استازو ‏سره د افغانستان کشالې يوې برخې په اړه په سوله ییز حل خبرې کړي دي.‏

تر دې وړاندې طالبانو هم په قطر کې له امريکايي پلاوي سره د خبرو پخلی کړی دی.‏
د زلمي خلیلزاد او طالبانو ترمنځ دغه خبرې د جنوري په ۲۱مه خبرې شوي، چې تېره ورځ يې دوهمه وه او نن ‏درېيمه ورځ هم دغه خبرې روانې دي.‏

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد تېره شپه ناوخته رسنيو ته په لنډ لېږل شوي پيغام کې ويلي و، چې د امريکا او ‏طالب استازو ترمنځ خبرې درېيمې ورځې ته غځېدلي دي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د