ورزش

سرفراز احمد د سویلي افریقا تور پوستی لوبغاړی مسخره کړی/ ویډیو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۳ سلواغه، ۱۳۹۷ل): د پاکستان کرېکټ ملي لوبډلې مشر سرفراز احمد څخه د سویلي افریقا لوبډلې پر وړاندې په دویمه سیالۍ کې ماتې هضم نه کړای شوه.

پر ټولنیزو رسنیو یوه ویډیو ښکته پورته کیږي چې سرفراز احمد په کې پر افریقایي تور پوستي لوبغاړي «اینډایل فیلک وایو» د نسل پرستۍ مسخریي خبرې وکړې.

هغه مهال چې یاد سویلي افریقايي لوبغاړي د پاکستان لوبډلې پر وړاندې په دواړو برخو کې (توپ اچونه او توپوهنه) کې مسوولانه لوبه ترسره کړه، چې دده کارکردګي د پاکستان لوبډلمشر هضم نشوه او نوموړي ته یې بدې خبرې وکړې.

دغه خبرې د ویکټو شاته میک ثبت کړي، هغه مهال سویلي افریقايي مبصر له پاکستاني مبصر رامیز راجه څخه د یادو خبرو په اړه وپوښتل خو رامیز راجه خبره په خندا بدله کړه او زیاته یې کړه چې مشکله ده یادې خبرې وژباړل شي.

تر دې دمه د کرېکټ نړیوالې شورا د یادو خبرو په اړه کومه پریکړه نه ده کړې او نه یې هم کوم غبرګون ښودلی دی، خو یاده شورا د نسل پرستۍ او تعصب په اړه سخت او توند دریځ لري چې شونې ده پر لوبغاړي د همیشه لپاره د لوبو بندیز ولګول شي، او یا د نسل پرستۍ او تعصب ستر مجرم وګڼل شي او سخت مجازات شي.

د سرفراز احمد جملې په اردو ژبه چې د یاد لوبغاړي په اړه یې کړي په لاندې ډول دي:

«ای تور پوستیه! ستا مور نن ورځ چیرته ناسته ده؟ د هغې څخه دې څه دعا اخیستې نن؟»

https://twitter.com/mitra_15/status/1087961728867074049

له بل پلوه پر ټولنیزو رسنیو د کرېکټ مینوالو لخوا د نوموړي پر کرېکټ کارکردګۍ او د یادې بد اخلاقۍ پر سر توندې نیوکې کړې دي، له کرېکټ نړیوالې شورا یې غوښتي چې سخت یې مجازات کړي او دا ډول یې د نوموړي د لوبډلمشرۍ څخه د کښينولو غوښتنه هم کړې ده.

د پاکستان لوبډلې پخوانی او د نړۍ چټک توپ اچونکي شعیب اختر د سرفراز احمد خبرې هم ستره بد اخلاقي بللې، او له سرفراز احمد څخه یې غوښتي تر څو د رسنیو پر وړاندې له نوموړي بخښنه وغواړي.

د یادونې وړ ده چې یاد تور پوستی چپ لاسی آلراونډر لوبغاړی «اینډایل فیلک وایو» د پاکستان پر وړاندې سیالۍ کې ۴ ویکټې واخیستې او دا ډول یې مسوولانه ۶۹ منډې جوړې کړې چې د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو او لوبډلې ته یې بریا ورکړه.

په دغه لوبه کې پاکستان لوبډلې د لسو لوبغاړو په سوځېدلو ۲۰۳ منډې جوړې کړې، چې په ځواب کې سویلي افریقا لوبډلې ټاکلی هدف په ۴۲ اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدلو پوره کړ.

د سویلي افریقا لوبډلې تور پوستی لوبغاړی انډایل فیلوک وایو:

Related image

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx