د میدان ښار په بمبار کې وژل شوي کسان څوک دي؟!

احمد مختار

طالبانو د تیرې دوشنبې په ورځ په میدان ښار کې د ملي امنیت د یوه پوځي مرکز په نښه کولو سره د یاد مرکز ۱۲۶ سرتیرو ته درنه مرګ ژوبله واړوله.

دا برید په تیرو څو کلونو کې د دولتي ځواکونو لپاره تر ټولو خونړی برید و چې طالبانو د یوې غنیمت کړل شوي هاموي شوبلې په مټ ترسره او قربانیان یې هم ټول د ملي امنیت مربوط سرتیرې وو.

د میدان ښار برید د فاریاب د هغه برید په تعقیب ترسره شو په کوم کې چې د طالبانو لخوا دولتي سرتیرو ته د سر او مال ډیره درنه مرګ ژوبله واوښتله.

نور کله به معمولا د ژمي په ساړه موسم کې د طالبانو په پوځي فعالیتونو کې کمښت راته ، خو سږکال د دفاع او داخله وزارتونو لپاره د نویو جنګي وزیرانو ټاکنې او د هغوی لخوا طالبانو ته پوځي ګواښونه د دې لامل شوو چې طالبان د ژمي په سړو شپو ورځو کې هم خپل پوځي فعالیتونه جاري وساتي.

د فاریاب او میدان ښار بریدونه چې فقط د دفاع سرپرست وزیر اسد الله خالد د ګواښونو په مقابل کې طالبانو تر سره کړل د دولتي ځواکونو لپاره داسې ځپونکي ګوزارونه وو چې په ټول کال کې یې داسې خونړۍ بیلګې نه وي لیدل شوې.

یادو علیاتوپه یوه وخت کې هم د امریکایانو او هم د ګډ حکومت لپار بیلابیل پیغامونه لرل.

امریکانو ته یې دا پیغام و چې هغه پوځ او ملي اردو چې ستاسي د روزل شویو روزونکو له خوا روزل شوی او په پر پرمختللو وسلو سمبال شوي ، ستاسي له کلک ځمکني او هوايي حمایت سره سره اوس هم د طالبانو په مقابل کې په یوه کمزوري دفاعي حالت کې قرار لري.

او ګډ حکومت ته یې دا پیغام و چې ستاسي د پوځي اشخاصو ګواښنې د عمل په ډګر کې هیڅ ارزښت نه لري ، ځکه چې د جګړې ابتکار د هغوي له لاسه وتلی د طالبانو په لاس کې دی ،او د طالبانو د دغې ادعاء ښکاره ثبوت همدا عملیات دي چې ستاسي د ګواښونو په تعقیب یې په ډیر مهارت سره طراحي او په مناسب وخت کې له کوم خنډ پرته عملي کړل.

ګډ حکومت چې هم په سیاسي لحاظ طالبانو په انزوا کې راوستی او هم یې په پوځي لحاظ په یوه اونۍ کې سلګونو دولتي سرتیري ور مړه او ژوبل کړل د عامه ذهنیت اغفالولو په غرض داسې ناسم تبلیغات کوي چې په هماغه لحظه د محلي رسنیو له خوا د واقعي اسنادو په ښکاره کولو سره دروغ ثابت شي.

د بیلګې په توګه همدا نن چې ملي امنیت په خپلې تازه اعلاميي کې په میدان ښار کې د دوشنبې د ورځې د بریدونو د طراح د وژلو کومه ادعاء کړې د پژواک خبري اژانس په شمول ډیری محلي رسنیو د دولت د دغې ادعاء د ناسم والي په اړه د هغو
ښکاریانو انځورونه او نومونه د هغوی له شهرت مکمله سره په مستند ډول نشر کړي.

پژواک خبري آژانس د امریکايي ځواکونو په بمبار کې د وژل شویو (۶) ښکاریانو په اړه د میدان وردګو ولايتي شورا غړي شريف الله هوتک په حواله رپوټ خپورکړی او په هغه کې یې لیکلي چې یاد شپږ واړه ښکاریان تېره ورځ درې بجې د کهنه خمار سيمې د “ُکنډا” په غره کې د امریکايي الوتکو له خوا ووژل شول چې د هغوی په منځ کې يو پنځلس کلن ماشوم او د هغه پلار هم شامل و.

د شریف الله په خبره چې وژل شوي ښکاریان تر ماښامه پورې په هماغه غره کې له دې امله پراته وو چې په هوا کې د بهرنيو ځواکونو الوتکې ګرځېدې او د دې وېره وه چې بيا هم دغه الوتکې د وژل شویو ښکاریانو د جنازو په وړونکو خلګو هوايي بريد ونه کړي.

پژواک آژانس د یادې پيښې په اړه په سيمه کې د یوه بل عيني شاهد محمد عمر امرخېل د سترګو لیدلی حال هم لیکلي او ویلي دي چې وژل شوي کسان ټول ملکي او بېوزلي خلک وو چې د ښکار کولو لپاره له چره يي ټوپک سره غره ته تللي وو.

خو د عیني شاهدانو د دغو ټولو مشاهداتو له شتون سره سره بیا هم د ميدان وردګو ولایت د مطبوعاتي دفتر مسوول مُحب الله شريف زي پژواک ته ویلي چې شپږ وژل ټول هغه وسله وال طالبان وو چې له ډېرې مودې راهيسې د دوی تر تعقيب لاندې او تېره ورځ په هوايي بريد کې ووژل!!!

نور مونږ د پیښې د اصلي ما جری په اړه قضاوت درنو لوستونکو ته پریږدو چې هغوی وژل شوي کسان د میدان ښار دبرید طراحان او که د سیمي غربیکاره ښکاریان ګڼي ؟!

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
3 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
لونګ
میلمه
لونګ

د طالبنو دغه راز بریدونه چی یوازی موخه یی امنیتی یا دفاعی حکومتی کسان وی نه حکومتی ټیټ رتبه مامورین دومره زړه دردونکی نده، نو که چییری د خلکو په ګڼه ګوڼه یا جومات کی ځان وژنه کوی بیا دا کاری یی د منلو وړ ندي. بله خبره چی دی ښکاریانو پدی یخ کی په غره کی څه پسی ګرځیدل. د کسانو له قیافی څخه خو داسی معلومیږی چی طالبان ندي او ملکی کسان دي. په هر صورت جنګ او شخړه چی د الله (ج) نه خوشیږی زما هم نه خوشیږی. زه د هیچا د وژنی څخه نه خوشحاله کیږم… نور لوستل »

عبدالولی (فهیم)
میلمه
عبدالولی (فهیم)

مزدور او غلام حکومت نور څه وکړی همدا درواغ ور رسیدلی دی او بیا لویه بدبختی دلته ده چی زموږ بعضی هیوادوال ددوی پدی درواغو نه پوهیږی او ورته د ریښتیا په سترګه ګوری. ددی بیغیرته حکومت بنسټ په درواغو ایښودل شوی دی او خصوصا دا تورمخی ویندویان بیاد همدی درواغو لپاره په دنده ګومارل شوی دی دوی نه پوهیږی چی د درواغجن جزا څومره شرمونکی جزا ده په آخرت کی. د بیغیرته حکومت چی زوریی د اسلامی امارت په سرښندونکو مجاهدینو ونه رسیږی بیا غچ یی د مظلوم بیچاره ولس څخه اخلی ، که ځانته نران وایی نو لکه… نور لوستل »

لونګ
میلمه
لونګ

ولی خانه ###: دا د جنګ خبری د خدای په خاطر نوری بس کړی. ټوله دنیاوالو ته معلومه ده چی د کابل حکومت چا جوړ کړی، قانونی دی که غیر قانونی. سیاست زده کړی دلته اوس افغانستان کی درې نیم لکه فوځ پورت دی که چیری دا فوځ په اسلامی روحیه سمبال شی، ها خوا طالبان هم یوه روغه جوړه وکړی او د دی فوځ له بینه وړلو نه جلوګری وکړی باور وکړه چی افغانستان کی به یو قوی حکومت را منځته شي. که خبره د جنګ وی چی والله که دی پریږدم بیا نو یو شل کاله نور هم… نور لوستل »

حامد منصور
میلمه
حامد منصور

ګډ حکومت د فضاحت او رسوايي په وروستیو شیبو کې دی ، نور هیڅ نه دي و پاته که نن دی که سبا ان شاء الله چې فاسد واکداران به یې د خپلو ټولو همدو غو وحشتونو له امله مجازات کیږي ، سرونه به یې وهل کیږي او سنګرونه به یې د اسلام او هیواد مدافعو غازیانو په لاس فتح کیږي ، دا ورځ حتمي راتلونکی ده ان شاء الله