د طالبانو او امريکايي پلاوي ترمنځ خبرې څلورمې ورځې ته وغځېدې

نن ټکی اسیا (چهار شنبه،۳ ،سلواغه، ۱۳۹۷ل): د افغانستان د قضيې د سياسي حل په موخه د قطر پلازمينه دوحه کې د طالبانو سیاسي استازو او امريکايي پلاوي ترمنځ خبرې څلورمې ورځې ته هم وغځېدې.

دغه دوه ورځنۍ غونډه چې د تيرې دوشنبې په ورځ پيل شوې وه نن په دريمه ورځ يې هم دوام درلود خو نن ټکي اسيا ته يوې سرچينې ويلي دي چې دا غونډه به سبا هم دوام وکړي.

په دې ناسته کې د طالبانو اته کسيز او د امريکا يوولس کسيز پلاوی ګډون لري او د افغانستان د قضيې د سياسي حل په موخه خبرې کوي.

ويل کیږي چې په دې غونډه کې به طالبان امريکا ته له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د ویستو ترڅنګ په يو لړ مهمو موضوعاتو خبرې کوي او امريکا له طالبانو څخه غواړي چې له اينده افغانستان څخه به امريکا ته کوم ګواښ موجود نه وي.

بل لور ته د افغانستان د سولې شورا د امريکا له ځانګړي استازي زلمي خليلزاد نه غوښتي چې له طالبانو سره دې خبرې ژر پای ته ورسوي.

تر اوسه ددې غونډې جزيات نه دي رسنيز شوي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
لونګ
میلمه
لونګ

داسی ښکاری چی مجلس ښه تود دي! که الله کول لدی وږد مجلس څخه به حتمآ یو څه را وځی په خیر. ښه خبره داده چی نه ته پدی مجلس کی یی، او نه زه. ځو که غوربندی پکی وي ټول به ## په ## کړی.

غوربندي
میلمه
غوربندي

لونگ صاحب تاسو نن لکه چې له ځان سره ګډ یاستی زه خو نه یم پکې خو ډاډه یم چې داسې سټې شته پکې چې زما او ستا له حقه حقوقو به یو انچ هم ان شاءالله په شا نه شي. که زه پکې وای نو د عدالت د تامین په نوم به مې یو ټکی خامخا د مذاکراتو په اساسي اجنډا کې شامل کړی وای، د عدالت د تامین موضوع نباید ټوله بین الافغاني پړاو ته پرېښودل شی،،، په بهرني بعد کې امریکایان او ګاونډي هیوادونه مسسولیت لري تر څو د طالبانو د راتلونکي حکومت له علني محکمې سره… نور لوستل »