بلوچستان کې د پاکستان یوه پوځي الوتکه نسکوره شوي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۳،سلواغه، ۱۳۹۷ل): پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې نن د بلوچستان ایالت مرکز کوټي ته نژدې د مستونګ او کهډکوچي ترمنځ سیمه کې د پاکستان د پوځ یوه (F-7PG) ډوله ګرانبیه پوځي الوتکه را پریوتی او پیلوټ یې ژوند له لاسه ورکړی دی.

د پاکستان پوځ ویلي، دغه الوتکه په پوځي تمریناتو بوخته وه، چې د فني خرابۍ له امله را پریوته او پیلوټ یې ووژل شو.
د پوځ له لوري په خپره شوي خبرپاڼه کې هغه آوازې په کلکه رد شوي چې ګویا د کومي وسلوالي ډلي له لوري دې په نښه شوي وي.

د پوځ د وینا له مخي بیا هم دغه پېښه د اندېښنې وړ ده او د څېړلو لپاره یې یوه کمیټه ګمارل شوي ده.

د پاکستان پوځ دغه ( F-7PG) ډوله ګرانبیه الوتکي ټولټال 50 داني درلودې چې په تېرو 16 کلونو کې ېې 13 دا نې لوېدلې دي.

ویل کیږي چې دا د پاکستان ترټولو پرمختللي جنګي الوتکې بلل کیږي، چې په لوړ معیار او لوړ قیمت په چین کې جوړې شوې دي.

avatar
5 د تبصرو شمېر
4 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
لونګ
میلمه
لونګ

الحمد الله. ښه خبر وو.

مجاهد
میلمه
مجاهد

حیرانوونکی خبر !!!!!!۱ پکی لیکل شوی
[[ چه پایلوت یی ژوندی له لاسه ورکړی ]]
ماویل که پایلوت یی غلو یا کومی سیاسی ډلی ژوندی تښتولی دی، وروسته بیا لیکل شوی چه پایلوت پکی وژل شوی . په کار دا وو چه له اوله لیکل شوی وی چه پایلوت پکی مړ شوی نو [ پایلوټ یی ژوندی له لاسه ورکول بیا څه معنی لری .
که دا ډول غلطی مونږ کولای خو زده کړی یا د لیکنی تجربه مو تر نن تکی اسیا کمه ده. هیله لرم چه راتلونکی کی ساده کی ګلداری غلطی ګانی ترسره نه شی

غوربندي
میلمه
غوربندي

مجاهد صاحب

د پيلوټ په اړه دوه ځايه داسې ليکل شوي دي:

….” الوتکه پرېوتې او پيلوټ يې ژوند له لاسه ورکړی دی”

تاسو احتمالا اشتباهاداسې لوستی چې ګواکي پيلوټ يې ژوندی له لاسه ورکړی يانې ژوندی ورک دی…

په دوهم ځاي کې هم ليکي چې ..

.” د فني خرابئ له وجهې راپرېوته او پيلوټ يې ووژل شو،،، ”

اوس تاسو ووايی چې د ياد خبر په کوم ځای کې تېروتنه شوې؟

غمی،پښتین
میلمه
غمی،پښتین

مجاهد صاحب.
رپورت او تبصره ښه لوله بیا نیوکه کوه.
ڼن.ټکی اسیا څخه مڼنه هم کوه. چه په داسی ذیقو شرایطو کی یی دا ویب پاڼه چلوی،او ته مفت راپورونه او تبصری لولی،او ته په دا هم ښه پوهیږی .چه د ویب پاڼی چلونکی د دی ویب پاڼه چلولو سره سره باید خپله نفقه هم وګټی،
او د ستا په شان ##### پریږدی،
هیله ده چه زما ځواب د قناعت وړ وګرځی،او د ڼن .ټکی اسیا څخه مڼنه چه موږ ته هر راز خبرونه تبصری نشر کوی،
ځینی خبرونه دومره په چټکی سره خپاره کړی،چه نوری ویب پاڼی یی یوه ورځ ورسته نشر کړی.

مجاهد
میلمه
مجاهد

غوربندی صاحب ! مونږ خپله نیوکه د بخښنی سره واپس واخیستله سپی ږیری شوی یم کله کله راته فیل قیل ښکاره شی . مونږ ته(( ژوند )) لکه ( ژوندی ) لوستنی وو .
ډيره مننه کوم ، چه مونږ دی خپلی غلطی ته متوجه کړو مننه

غوربندي
میلمه
غوربندي

تاسو بزرګوار ياست کاش مونږ ټولو افغانانو کې د انتقاد پذيری جوهر پياوړی شي.

سیدزرغون شاه آغا
میلمه
سیدزرغون شاه آغا

مجاهد صاحب!
سپی ږیری نه سپین ږیری

مجاهد
میلمه
مجاهد

چه مونږ مو خپلی املایی غلطی ته متوجه کړی یو، کشکی یوځلی می لوستلی وی ډيره مننه

مجاهد
میلمه
مجاهد

غمی پشتین صاحب ! زه دی په دی خوښ نه یم ،چه د امریکایی استعمار او د هغوی د غلامی اداری د ګټو په خلاف چه زمونږ د خپلواکی غصبول دی ، ستاسی په شان اجیر او کمیشنکار نه یم. هو زه پورته تبصره کی خطاوتی ووم، زمونږ تبری ته مراجعه وکړی . د پانی له محترمو ورونو می بخښنه هم غوښتی مونږ ستاسی په شان نه چه ناست د هالیند په امستر داک کی د کابل د غلامی اداری سفارت کی کارکوی او لا د هالیند سوسیال اخلی او د خپلو تبصرو لاندی د خلکو د خطا ویستنی د… نور لوستل »