افغانستان

سرچينه: امریکا له طالبانو سره د خپلو پوځيانو ويستلو ته تياری ښودلی

 نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۴،سلواغه، ۱۳۹۷ل): نن څلورمه ورځ هم د قطر پلازمېنه دوحه کې د امريکايي او طالب استازو ترمنځ د سولې خبرې رواني دي.

امريکا او طالبانو د دغو خبرو پخلی کړی او ښې پايلې ته يې هيله من دي.

د چارو څارونکي  وايي، د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ خپل استازي زلمي خلیلزاد څخه غوښتي، چې له طالبانو سره په ناسته کې روانې جګړې ته د حل لاره راوباسي.

د شنونکو په باور خلیلزاد هوډ کړی، چې امریکا ته له يو ځانګړې لاسته راوړنې سره ستون شي او له همدې امله يې له طالبانو سره روانې خبرې څلورمې  ورځې ته وغځولې.

اسلام اباد کې د بي بي سي پخوانی خبريال او د افغانستان د چارو کارپوه طاهر خان نن سهار بي بي سي ته ويلي، چې د قطر په روانه ناسته کې د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرو کې پرمختګونه شوي دي.

د طاهر خان په وينا امریکا له طالبانو سره منلې، چې خپل پوځيان به له افغانستانه وباسي او په مقابل کې يې طالبانو ډاډ ورکړی، چې راتلونکي وخت کې به افغانستان د امریکا په ګډون د  سيمې او نړۍ هېڅ هېواد پر وړاندې هېڅ ډول ګواښ نه وي.

طاهر خان زياتوي، چې نن څلورمه ورځ به د دغې ناستې هيله بښونکي خبرونه خپاره شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x