افغانستان

عبدالله عبدالله: امریکا دې افغانستان «یوازې» نه پرېږدي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۴سلواغې، ۱۳۹۷ل): په قطر کې د طالبانو او امریکا د مخامخ خبرو تازه لړۍ څلورمې ورځې ته وغځېده، چې د ځينو سرچینو په حواله د بهرنیو پوځیانو پر وتلو هوکړې ته رسېدلي دي.

اسلام اباد کې د بي بي سي پخوانی خبريال او د افغانستان د چارو کارپوه طاهر خان نن سهار بي بي سي ته ويلي، چې د قطر په روانه ناسته کې د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرو کې پرمختګونه شوي دي.

د طاهر خان په وينا امریکا له طالبانو سره منلې، چې خپل پوځيان به له افغانستانه وباسي او په مقابل کې يې طالبانو ډاډ ورکړی، چې راتلونکي وخت کې به افغانستان د امریکا په ګډون د سيمې او نړۍ هېڅ هېواد پر وړاندې هېڅ ډول ګواښ نه وي.

هم‌مهاله د حکومت نیم شریک عبدالله عبدالله پر امریکا غږ کړی، چې دوی دې یوازې نه پرېږدي او ټینګار يې کړی، چې د بهرنیو پوځیانو د وتلو مسئله «لا پوره روښانه نه ده.»

عبدالله عبدالله په سویس کې له «اې پې نیوز» سره خبرو کې ويلي، چې له ډيپلوماټانو او جنرالانو يې څه اورېدلي «دا دي چې په دې اړه تر اوسه امر نه دی ورته شوی.»

که څه هم د تېر میلادي کال په وروستیو کې د ناټو د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په ناسته کې اروپايي ټولنې ژمنه وکړه، چې له طالبانو وروسته به هم افغانستان یوازې نه پرېږدي، خو عبدالله عبدالله هم هیله څرګندوي چې امریکا د سولې د ټینګښت په برخه کې کړې «ژمنې عملي کړي.»

په ورته وخت کې د ډاکټر غني پخواني سلاکار عبدالستا سعادت پخپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد محمد اشرف غني ته په زغرده ویلي، چې که څوک خپه کېږي که خوشالېږي، د دوی د پرېکړو تایید باید وکړي.

که څه هم په قطر کې د روانو خبرو جزییات نه دي رسنیز شوي، خو هیلې ورته زیاتې شوې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
6 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

داسى شكارى چى امريكا خپل مزدور يتيمان لكه شورويانو چى پريشودل همداسى يى يوازى بى سرپرسته پريژدى ، دا بلا بل خوند وكرى .

غمی،پښتین

هو، د شوروی مذدوران طالیبانو سره یو ځای شول،طالیبانو دومره تیز په مخه ولاړل چه نږدی یی ټول افغانستان ونیو.
اوس ځکه مسکو ورته د غونډی ځایونه برابروی

جميل

يو دور راروان دی يو بدلون دی راروان
د سپينو بيرغونو يو پاڅون دی را روان

سیدزرغون شاه آغا

عبدالله جانه! زما خبره ومنه تیار په سوئس کی ناست یی دلی پښی ټینګی که، افغانستان ته مه ځه. او که ولاړی بیا به دی وتل نا ممکن وی، او د نجیب په سرنوشت به اخته سوی یی.

حکیمي

ډاکتر صاحب غږدرځي!

هغه جګړه چي امریکایانو اتلس کاله مخکې دافغانستان دهضمولو لپاره شروع کړې وه اوس یې بایللې ده

نن ده که سبا یارمې روان ده
امریکایان درنه تلونکي دي او لکه دروسانو مزدوران داسې به مودملت محکمې ته پرېږدي
ان شاء الله

عبدالمالک همت

هيڅ رښتيانی مسلمان افغان نه وايي چي امريکادي افغانستان يوازي نه پرېږدي. بلکي دا کلونه کلونه يې د سرونو او مالونو په ښندنه او بې حسابو قربانيو په ورکولو سره له خپل ګران هيواد څخه د امريکايايي پږځيانو د ايستلو او د هيواد د خپلواکۍ د بيرته ګټلو لپاره مجاهدې او مبارزې کړي دي.
دا د عبدالله او د ده غوندي نورو مزدورانو زارۍ دي چي خپلو بادارانو ته يې کوي. خو لکه چي ښکاري په دوی او بادار يې هغه کانه سوې ده چي وايي:« اب که تا ګلون رسيد بچه در زير پای شد».

Back to top button
6
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x