د کډوالو سازمان: نوي کال کې نږدې هره ورځ زر تنه کډوال راستانه شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۴سلواغې، ۱۳۹۷ل): د کډوالو نړۍوال سازمان وايي د روان میلادي کال له پیله تر اوسه نږدې هره ورځ زر تنه افغان کډوال له ایران او پاکستانه هېواد ته را ستانه شوي دي.

د «IOM» د راپور له مخې د جنورې له لومړۍ تر اوسه شاوخوا ۲۲ زره کډوال له پاکستان او ایرانه راغلي دي.

د سرچینې په حواله یوازې له ایران څخه ۲۱ زره او له پاکستان څخه ۹۵۰ تنه بېرته افغانستان ته راغلي دي.

که څه هم په هېواد کې د کاري فرصتونو د نیستۍ تر څنګ نا امني، فساد او ګڼ نور هغه علتونه چې ځوانان يې کډوالۍ ته اړ کړي و، پرځای پاتې دي، خو له ایران څخه افغان کډوال ډېری په زور له هغه هېواده شړلو ته اړ شوي دي.

په خواله رسنیو کې د ایراني عسکرو له لوري له افغان ځوانانو سره د ناسم چلند یوه خپره شوې ویډیو د دې علت شوه، چې کابل کې ایران سفیر د بهرنیو چارو وزارت له لوري احضار شي.