نړۍ

کراچې یوځل بیا د اور په لمبو کې

targit_killing_in_karachiنن ټکی آسیا مارچ ۲۰۱۱/۲۲) کراچي:  د رواني میاشتي په اوږدو کې کراچي یو وار بیا د اور په لمبو کې سوځي، او یو وار بیا معصوم بی ګناه  اوبی چاره خلګ د فاسدو ګوندونو او سیاست مدارانو په سیاسي رقابتنو کې قرباني کیږي.

 

درواني میاشتي له پیل بیا تراوسه پوري ۵۳ بی ګناه او معصوم خلګ وژل شویدي، او دا سلسله لا روانه ده، یوازي تیره ورځ 16 کسه ووژل شوه، چې ځینی یې د ایم کیو ایم او پاکستان پیپلز پارټي ګوندونو غړي وه، او ځینی یې بې ګناه معصوم خلګ، تیره ورځ د ګلشن اقبال په سیمه کی، د ډیسکو بیکري څلور لاري ته څیرمه څلور کسه پښتانه دکانداران دنامالومو وسلوالو لخوا په ډزو سره وویشتل شوه، سیمه کي عیني شاهدانو او د وژل شویو پښتنو د ګاونډ دکاندارانو وویل چي وژل شوي پښتانه له تیرو څلویښتو کلنو څخه دلته په کار بوخت وه، او دلته په دغه سیمه کې جایدادونه ورته له پلرونو اونیکه ګانو څخه پاته وه.
یو سپین ږري بابا چي په اردو ژبه یی خبري کولي اوپه سترګو کی یی ویر اوغم له ورایه ښکاریده په ژړه غوني اواز یی دپیښي په اړوند خبري کولي ، نوموړي راته وویل زه نه پوهیږم دغه مسلمانان چا، دڅه لپاره او ولي ووژل، څه ګناه یی کړی وه، د چا کور یا دروازه یی ورټکولی وه، نوموړي زیاته کړه چی زما یادیږي دغو خلګو دلته دکانداري کوله ډیر بی ازاره شریفه اولمونځ ګذاره خلګ وه، با با وویل: زما ورسره نژدیي اړیکي وي اوښه مي پیژندل لدي څخه بغیر چي زحمت کشه ایمانداره اوکاریګر خلګ وه ، که به یی په ګاونډ کی له چا سره اړیکي وي هغه به هم د نوموړیو د کار په اړوند وي، نه په کوم سیاسي ګوند پوري تړلي وه اونه یی هم له چا سره د سیاست پر بنیاد اړیکي درلودي.
له بله پلوه تیره ورځ د همدې سیمي  ابو الحسن اصفهاني روډ باندي نامالومو وسلوالو پر دوو کسانو ډزی وکړي او ویی وژل، پر دریم کس یی هغه وخت ډزي وکړې کله چي د انساني همدردي له مخی یی د وژل شویو کسانو د ژغورلو هڅه وکړه، عیني شاهدان وایی دریم وژل شوي کس هغه وخت ووژل شو چي کله له دکانه څخه راووت او یوه چیغه یی ترخوله ووته، چي دغه بی ګناه مسلمانان چا او ولي ووژل، خو خبرنه وو چي بی رحمه قاتلان مخامخ ولاړدي، اودي هم وژني.
نن له سهاره راهیسي هم د ښار په مختلفو برخو کي دډزو اوژونو خبرورکول شویدي، اوس اوس خبر راورسید چی د ښار شمال لور ته د بنارس په سیمه کي نامالومو وسلوالو دسپرلیو پر یو ډک بس باندي ډزي کړیدي، او سپرلیو ته یی مرګ ژوبله اړه وليده، له بله لوري د ښار په مختلفو سیمو کي په بوريو کي بند مړي پیدا شویدی، دا هغه مړي دي چي په اول کي تښتول کیږي بیا وروسته په ډیره بی رحمي او درندګي سره وژل کیږي، وروسته په بوریو کي اچول کیږي او د پیښی له سیمي څخه لري غورځول کیږي، په ښار کي داسي ډیر وسلوال موټرسایکل سواره تر سترګو شویدي، چي یودم راښکاره شي، د چا څنګ ته ودریږي، سترګی یی وتړي، او پر موټر سایکل یی ورسره واخلي چي وروسته یی بیا مړي پیدا شي.
دغه ټولي پيښی او وژني په داسي وخت کی تر سره کیږي  چي د پاکستان ولسمشر ښاغلي اصف علی زرداري هم په ښار کي وجود لري، او په ښار کي دهغو ګوندونو په پخلاینه بوخت وه، چي کله کله د وژنو  پړه یو پر بل ور اچوي، اوکله بیا کار کوي لاسونه ترشا نیسي، او وایی کوم دریم طاقت دي چې غواړي دحکومت مختلفي ډلي په جنګ کي سره واچوي، دوه کاله تیرشوه د کراچي ښار له ویري او وژنو سره لاس اوګریوان دي، خو تر اوسه پوري دا مالومه نشوه چي دا وژني څوک او ولي کوي، دپولیسو، فوځیانو، اونورو ډیرو خفیه امنیتي ایجنسیانو له موجودیت سره سره تر اوسه پوري دریم طاقت، چي ویل کیږي د کراچی ښاریی دوژنو اوجنګ په ډکر بدل کړیدي پيدا نه شو، دسیندهـ دکورنیو چارو وزیر هم کله د اور لمبه شي اوپر خبري رسنیو باندي راڅرګند شي، وایی په هرڅه پوهیږم او خبر یم چي وژني دچا لخوا او ولي کیږي، خو د اور لمبه یی هغه وخت په دود بدله شي،  کله چي د کوم بلي لوري لخوا ورباندي سړي اوبه تويی شي، خو تر اوسه دا هم نده مالومه چي اوبه د چا له لوري او د چا په اشاره ورباندي توییږي.
هغه کراچي چي یو وخت کی د رڼاوو، ګلونو اوښکلا ښار وو، اوس په ویر، ویره او وژلو بدله شویده، یو وخت کي دکراچي شپه ورځ او ورځ به یی شپه وه، ټوله شپه به په ښار کی ګڼه ګوڼه وه، هټی به خلاصي وي لارو او کوڅو کی به دشپی تر ناوخته ځوانان اوماشومان په لوبو بوخت وه، خو اوس د ماښام له رارسیدو سره سمدستي کراچي کي تیاره راخوره شي د خلګو په مخونو کي ویره ښکاریږي، موټر والا له موټرسایکل سوار څخه او مو ټرسایکل سوار له موټر سوار څخه ویریږي،  ټول خلګ کوښښ کوي ترڅو له ښاره څخه پښی سپکي کړي، کورونه ته ځانونه ورسوي ، په ښار کي به مخکي دورځپاڼو مخونه دخوښیو اوپرمختیایی کارونه  په خبرونه رنګه ول، خو اوس له ورځپاڼو څخه دوینو اومړو بویونه پورته کیږي .
ښار کي مایوسي خوره ده خلګ له بی کاري څخه سر ټکوي، ښاریان نا ارامه ښکاري دکوم کار د کولو هوډ اوجرائت نشی کولي، ځکه چي ښار کي افراتفري خوره ده، امنیت نشته او د ښار تاجره طبقه له ښاره دوتو په حالت کي دي  .
بخت الرحمن بخت

د جیو نیوز رپورټ په پروګرام اج کامران خان کې ساتهـ

{youtubejw}EqaWbMi8Fcw{/youtubejw}

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x