د افغان ‌ـ ‌ترک ښوونځي دوو نیول شویو ښوونکو سوېډن کې پنا اخیستې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۴سلواغې، ۱۳۹۷ل): په افغانستان کې د افغان ـ ترک ښوونځي دوه ښوونکي له ۱۳ میاشتې نظربندۍ وروسته په سوېډن کې پنا اخیستې او له افغانستانه وتلي دي.

د سامي یاووز او یلماز ايتن په نوم دوه تنه ښوونکي، هغه کسان و، چې کابل کې د ملي امنتی له لوري اختطاف شول او له څو ورځې هڅو وروسته يې ملي امنیت د نیول کېدو خبر ورکړل.

د افغان ـ ترک ښوونځیو د عمومي ریاست مرستیال احمد فواد حیدري وايي، دوی کوم جرم نه درلود، خو له څو میاشتې زندان وروسته شاوخوا ۱۳ میاشتې نظر بند هم پاتې شول، چې په پای کې سوېډن کې پر پنا اخیستو بریالي شول.

د تېر میلادي کال په جولای کې هم امنیتي ځواکونو جوزجان ولایت کې پر افغان ـ ترک ښوونځي چاپه ووهله، چې
دوه شپې يې محاصره کړی و.

تر هغه وړاندې د ۱۳۹۶ل کال په لېندۍ میاشت کې ملي امنیت د کابل په تایمني کې د یاد ښوونځي څلور تنه ښوونکي اختطاف کړل، چې یوه ورځ وروسته يې د نجونو پر لیلیه چاپه واچوله او تر سهاره پکې تاو را تاو شول.

د ښوونځي زده کوونکو وویل، د ملي امنیت وسلوال په لیلیه کې ۳ ساعتونه پاتې شول چې له امله یې انجوني او د هغوی کورنۍ له سختې پرېشانۍ سره مخ وې.

د سمیه په نامه یوې انجلۍ وویل: «دا یو تیری دی، زمونږ پر شخصي حریم تیری دی، یو مسلمان او یو افغان به کله هم دا کار ونه کړي.»

حکومت وروسته له هغه د افغان ـ ترک ښوونځیو پر ضد چې د ترکيې حکومت ضد فتح الله ګولن له لوري تمویلېږي، اقدامات پیل کړل، چې په ترکیه کې د ناکامې کودتا تور پر ګولن پورې شو او ترکيې حکومت د دې ښوونځيو د حکومتي کېدو غوښتنه وکړه.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د