په ديني مدارسو کې د انقلابي تربيې ضرورت «لومړۍ برخه»

د مولوي عبدالهادي (مجاهد) ليکنه

ملا بايد څوک وي؟

ملا په ټولنه کې د ديني رهبرۍ د منصب له لحاظه لوړه مرتبه او لوی مسؤوليتونه لري، ځکه چې همدی بايد خلکو ته د الله تعالی د دين احکام وروښيي، ولس ته د اسلام محاسن بيان کړي، د باطلو افکارو او نظرياتو په خلاف په علمي او فکري ډول مقابله وکړي، د ټولنې افراد بايد د باطل له ضرر او خطر څخه باخبره وساتي، د خپلې ټولنې د ديني تنوير او اخلاقي لوړتيا لپاره کار او دعوت خپله اساسي وظيفه وبولي، د علم او فرهنګ د خپرولو له روحيې سرشاره وي، د ټولنې سياسي، اجتماعي، اخلاقي او رواني نبض احساس کړي، او له سياسي، نظامي او اجتماعي پېښو سره د حکيمانه شرعي تعامل وړتيا په ځان کې پيدا کړي.

که ملا په مطلوب ډول پورتني مسؤوليتونه درک او د هغو د غوښتنو د ځوابولو او د تقاضاوو د پوره کولو عملي وړتياوې په ځان کې پيدا کړي نو ملا به په ريښتيني او واقعي ډول د پيغمر وارث او يو قيادي شخص وي. او که په يادو شويو او نورو مطلوبو ډګرونو کې وړتيا ونه لري، نو په همدې ټولو مجالاتو کې به د ډېرو نيمګړتياوو او تاوانو د پېښېدلو مسؤوليت هم همده ته راجع کېږي.

ملا ته به د پورته يادو شويو مسؤولیتونو ادا کول هغه وخت ممکن وي چې دی په داسې تعليمي نصاب او نظام د انقلابي شخصیت په توګه وروزل شي چې د دين په اړه پراخ، هراړخيز او متوازن مضامين او مفردات ولري، د زمانې د ديني، فکري، سياسي، نظامي او اجتماعي ستونزو د مقابلې پر روحيه عيار شوی وي، او د داسې چا لخوا تدريس شي چې هم د تدريس او تأثير اهليت ولري، او هم د اسلام او امت له عليا مصالحو خبر وي.

که په افغانستان کې اسلام حاکم وای، ټولنې مو د امن او استقرار په فضا کې ژوند تېرولی، او د سياست، نظام او عسکريت چارې مو د مؤمنو او صالحو خلکو لخوا پر مخ وړل کېدای، نو ملا او مدرسې ته به مو يوازې د ټولنې د ديني قيادت او تنوير وظيفه ورپه غاړه وای، خو دا چې دلته نور ټول سياسې او عسکري جهتونه د ټولنې په سالم قيادت او د صالح نظام په رامنځته کولو کې د خپلو منحرفو افکارو او د دې ملت له ارزښتونو څخه د پرديوالي له امله نه يوازې په مکرر ډول پاتې راغلل، بلکې دلته يې داسې غميزې او ناورينونه هم وزېږول چې ولس يې ډېره لويه بيه پرېکړه، نو ملا د خپل شرعي او اجتماعي مسؤوليت پر بنا د سياست، او عسکريت ډګر ته راووت، او له دين، فرهنګ او اجتماعي ارزښتونو څخه د دفاع تر څنګ یې د سياست، عسکريت، نظام او ملت جوړونې په ډګرونو کې نه يوازې دا چې تبارز وکړ، بلکې په خارق العاده ډول يې د داسې يوه نړيوال پوځي يرغل په خلاف د شريعت د حاکمولو جهاد او د آزادۍ د ګټلو اسلامي ولسي مقاومت هم رهبري کړ چې پر ټولې نړۍ یې د پوځي او اقتصادي برلاسۍ دعوه درلوده.

دا چې ملا او د مدرسې طالب نن د لويو کارونو ترسره کولو ته ملاتړلې، او د نړۍ له لويو قوتونو سره د دين او دنيا په جګړه کې اخته دی نو پکار ده چې د مدرسې نصاب يې هم په خپل ځان کې هغه افکار او مضامين ولري چې په خپلو لوستونکو کې د انقلابيت روحيه او د قيادت وړتياوې پيدا کوي.

انقلابيت په کومه معنی؟

له انقلابیت څخه مقصد هغه سطحي سياسي او نظامي اقدامات ندي چې خلک يې د ګوندونو د جوړولو، د کودتاګانو د کولو، د مظاهرو د راوېستلو او یا د (مرده باد) او (زنده باد) د نارو د پورته کولو او يا هم د پرديو د عقائدو او نظرياتو پر بنسټ د فاشستي او پوليسي نظامونو د رامنځته کولو په فرهنګ کې ويني، بلکې انقلابیت پدې معنی چې ملا دې په ځان کې هغه علمي، فکري، سياسي، اجتماعي، رواني او نظامي وړتياوې او صلاحيتونه ايجاد کړي د کومو په وسيله چې ټولنه له فکري، عقائدي، اخلاقي، سياسي، تشريعي او اجتماعي فساد څخه راوباسي او د تدين، آزادۍ، عدل، رفاه او د هر خير طرف ته يې رهنمايي کوي.
ملا بايد د دغه مثبت انقلابيت د فرهنګ او نظام په توسط خپله ټولنه له زاړه او نوي جاهلیت، ظلم، تاریکيو، فقر، خپل منځي اختلافاتو، محکومیت، د دين په اړه له بې احساسۍ، او د استعمارګرو او د هغوئ د ملګرو له تسلط څخه راوباسي، او د دې ټولو مشکلاتو پر وړاندې د مبارزې فرهنګ او ځواک ولري، او پرېنږدي چې ټولنه او نظام يې د پرديو له لوري اداره شي، او دی د سياسي، اجتماعي او فکري تجريد په حالت کې واقع شي.

ملا څه وخت انقلابي کېدی شي؟

په ملا کې پورتنی ياد شوی انقلابيت هغه وخت راتلی شي چې د هغه لپاره لاندې دوه کارونه تر سره شي:

۱- ملا بايد پر يوه داسې قوي علمي او انقلابي نصاب او تګلاره وروزل شي او پر خپلو عقائدو، مباديو او ارزښتونو داسې باورمن کړای شي چې نه ورڅخه په هېڅ صورت د تطميع، منصبونو او خوندونو په بيه تنازل وکړي، او نه هم د هغو د پاللو او تطبيق په لاره کې د چا له تهديده وډار شي، او يا يې په دفاع کې د ستومانۍ او تزلزل احساس وکړي.

۲- ملا بايد په انقلابي عمل کې دخيل او مصروف وي، تر څو خپل عقائد، پلانونه او ارزښتونه د عمل په ميدان کې تطبيق کړي چې عملي نتائج پرې مرتب شي، او يوازې د نظريې او خيالي فلسفې په شکل کې پاتې نشي.

دا چې د انقلابي تعليمي نصاب د مؤثريت لپاره په انقلابي محيط او عمل کې د نصاب د لوستونکو پر دخيل ساتلو څومره عملي نتيجه او مثبت آثار مرتب کېږي د لاندې واقعي مثال په ترځ کې يې وينو:

په اوس وخت کې ډېر مدارس، لوی لوی علما‌ءاو اسلامي تحريکونه او جهتونه د اسلام لپاره فعاليت کوي او خلک روزي، خو د دوئ ټولو پر تربيه او فعاليت دومره آثار نه دي مرتب شوي لکه څومره چې د مرحوم ملا محمد عمر مجاهد پر نهج او فعاليت مرتب شول. د ده رحمه الله پر نهج او فعاليت يو نظام جوړ شو، د شر او فساد مخه پرې ونيول شوه، د نړۍ د ستر طاغوت مقابله پرې و شوه، ملا پرې راویښ او انقلابي شو، او دین پرې په شرعي معنی تجدید شو.

دا هر څه ځکه وشول چې د ده خبره محض خبره نه وه، بلکي تر شا یې یوه عملي نهج فعالیت کاوه. هغه مرحوم د ملا لپاره داسې انقلابي محيط برابر کړ چې ملا وکړای شي په هغه کې د اسلام شريعت، فکر، او فرهنګ د عمل په ميدان کې تطبيق کړي.

د ملا محمد عمر مجاهد عملي نهج یوه ناسنجول شوې تګلاره نه وه چې له مزاج او شخصي ذوق څخه به يې سرچینه اخيستې وه، بلکي په هره خبره کې به یې د شريعت علماوو ته رجوع کوله، او د رجوع تر څنګ به يې دا هم ورته ویل چې که مې غلط اقدام وکړ او تاسي منع نه کړم، نو د قیامت پر ورځ به زما لاس وي او ستاسو ګریوان.

له پورتني ياد شوي مثال څخه ښکاري چې د فکري نهج تر څنګ چې د عمل ميدان موجود وي نو بیا په واقعي معنی په ملا کې انقلابیت راځي.

ولې بايد ملا انقلابي شي؟

دا چې ولې بايد ملا انقلابي شي؟ او ولې باید په ټولنه کې مثبت بدلون راولي؟ د دې ځواب دا دی چې دا کار د ملا له اساسي مسؤولیتونو څخه دی. د ملا مسؤولیت یوازې د مسجد تر امامت او د فتوی تر بیان پوري منحصر نه دی، بلکي ملا مسؤولیت لري چې په ټولنه کې مثبت بدلون راولي، او د دې دلیل د رسول الله صلی الله علیه وسلم دا حدیث دی چې فرمايي:

(إنّ العلماء ورثة الأنبياء وإنّ الأنبياء لم يورِّثوا دينارًا ولا درهمًا، إنَّما ورَّثوا العلم، فمن أخذَه أخذ بحظٍّ وافر) [رواه ابوداود والترمذي] ژباړه: (بې شکه علماء د انبياوو وارثان دي، او انبياوو دينار او درهم په ميراث ندي پرې ايښي، بلکې علم یې پرې ايښی دی، نو چا چې واخيست لويه برخه يې واخيسته).

اوس راځو دې خبرې ته چې آیا د انبیاؤ عليهم السلام علم داسې وو چې زموږ په څېر به يې يوازې د مسجد امامت پرې کاوه؟ او که داسې علم وو چې د باطل نظامونه به یې پرې ړنګول او یو صالح نظام به یې پرې منځته راووړ، طاغوتان به یې پرې نسکورول او مظلومان به یې راپورته کول، فساد به یې له منځه ووړ او اصلاح به یې خپروله، او لوی لوی نظامونه به د دوئ د علم پر بنیاد جوړېدل؟

د انبیای کرامو علم ژوندی علم وو او پر ټولنه یې خپل اثر پرېښود، د دوئ د علم په نتیجه کې به له یوې جاهلي ټولنې مسلمانه ټولنه جوړه شوه، شرکي تصورات به یې په اسلامي تصوراتو او عقيدې بدل شول، فاسد اخلاق به يې په نیکو اسلامي اخلاقو واوښتل، د عدل او اسلامي نظام قیام، د ظلم او فساد له منځه تلل او د سرتاسري امن راوستل د دوئ د علم نتیجه وه.

نن چې په اسلامي نړۍ کې د ملا په علم شرعي نظام او عدل نه قائمېږي، د باطل حکومتونه پرې نه نسکورېږي،اسلام خپل اصل ته نه راجع کېږي، کفري نظریات، پردي احزاب او ګوندونه نه ورکېږي، ولس له فقر، تنګدستۍ او ظلم څخه نه خلاصېږي، ازادي نه راځي او استعمار لخوا پر مسلمانانو تحميل شوي پوځونه ماتې نه خوري، نو دا په دې معنی ده چې ملا لا اوس هم انقلابي شوی نه دی، علم یې لا هم د مسجد په احاطه کې بند پاتې دی، د تحول او بدلون هغه علم ورکې په هماغه روحيه نشته کوم چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په ميراث پرې ايښی او اصحاب کرامو او د دې امت سلفو ورڅخه اخيستی و.

د رسول الله صلّی الله عليه وسلم اصحاب کرام او د هغوئ تابعين به له خپل ژوندي علم سره له مدینې منورې او د عربو له خاورې پلي روانېدل او تر ارمنستان او هند پوري به یې حاکېمت چلېده، د چین امپراطور به ورته جزیه ورکوله. د فتحه شويو سيمو خلکو نه يوازې دا چې د اسلام دين مانه، بلکې د هغه پر اساس به يې خپل نظام او تمدن جوړاوه. دا ټول ځکه تر سره کېدل چې هغوئ ژوندی، انقلابي او نافع علم درلود.

خو نن چې په ‌اسلامي هېوادونو کې د ملا په علم نظام نه جوړېږي، ټولنه پرې نه اداره کېږي، اقتصاد، سياست او عدلي نظام نه پرې روانېږي علت يې يې دا دی چې يو خو په مدارسو کې علم په ناقص او نامتوازن ډول تدريسېږي، او بل دا چې په مدارسو کې طالبان د عمل، قياديت او انقلابيت په روحيه نه روزل کېږي، بلکې يوازې پدې روحيه روزل کېږي چې يوازې د مسجد امامت دې وکولی شي، او يا دې هم همدغه لوستل شوي کتابونه بېرته نورو ته تدريس کړای شي.

که چېرې لا هم د ملا رابطه له علم سره داسې وي چې معلومات له کتابه ذهن ته نقل کړي، او له ذهنه يې بېرته کتاب ته نقل کړي، او کتاب بيا په المارۍ کې کېږدي او د باندې په ټولنه کې د خلکو پر ژوند د بل چا حاکمیت وي، د بل چا افکار، فرهنګ او قوانین مسلط وي، نو پدې ډول علم نه تحول راتلای شي، او نه هم مثبت بدلون ممکن دی.

د نن ملا د مدرسې نصاب ډېر ساده او د ډېرو ساده اهدافو د تحقق لپاره وضع کړی دی، پداسې حال کې چې د افغانستان او په هغه کې د اسلام او مسلمانانو وضعيت په تعليمي نصاب د ژور او ستراتېژيک بدلون او د پراخو اسلامي مفاهيمو د ورداخلولو تقاضا کوي.

ملا یوازې د مسجد امام، که د ديني او سياسي دواړو قيادتونو اصلي وارث؟

په اسلام کې سیاسي او دیني قیادت دواړه د داسې چا مسؤوليت دی چې په دين پوه وي. د دې خبرې دليل دا دی چې د اسلام ستر پيغمبر محمد صلی الله علیه وسلم هم د الله تعالی رسول و، هم د مسلمانانو دیني قائد وو، او هم یې د دولت مشر وو. هغه هم د مدینې منورې د مسجد امام و، او هم یې د مدینې منورې له مسجد څخه د اسلام د خپراوي او د باطل د له منځه وړلو لپاره لښکرې لېږلې. هم یې دنیا سمبالوله او هم یې دین. هم یې مسلمانانو ته حلال او حرام او د دين احکام ورښودل او فتوا یې ورکوله، او هم يې عدلي او جزايي احکام تطبيقول. لدې ټولو معلومېږي چې لکه څنګه چې د دين او دنيا د دواړو د چارو سمبالول د پيغمبر صلّی الله عليه وسلّم وظيفه وه همدغه وظيفه له هغه مبارک څخه د هغه د علم حاملينو او د هغه د منصب وارثينو ته چې علماء دي هم ورپاتې ده.

د رسول الله صلی الله علیه وسلم په وخت کې داسې نه وو چې دیني قیادت دې په مسجد او دارالإفتاء کې وي، او دنیوي قیادت دې په ماڼۍ کې له کوم پادشاه سره وي، بلکې دا دواړه قیادتونه د رسول الله صلی الله علیه وسلم په لاس کې ول.

تر رسول الله صلی الله علیه وسلم وروسته د امت تر ټولو عظیم شخص ابوبکر صدیق رضی الله عنه هم د مسجد امام وو او هم د مسلمانانو پوځي سرلښکر وو چې په یوه وخت يې یوولس لښکري د مدینې منورې له مسجد څخه د ارتداد د فتنې د محوه کولو په مقصد ولېږلې.

د رسول الله صلی الله علیه وسلم دويم ملګری عمر فاروق رضی الله هم همدا ډول هم د مسجد امام وو، او هم د مسلمانانو امیر وو. هغه رضي الله عنه د مدينې له مسجده د کسری او قيصر د امپراتوريو د راپرځولو چارې تر سره کولې او لښکرې يې تر شرق او غرب پوري فاتحانه روانې وې. هغه يو داسې حاکمیت قایم کړی وو چې کافران ترې په ټوله نړۍ کې لړزېدل. هغه د احتساب سياست هم له مسجده پلی کاوه او د خپلو والیانو او ماتحت مامورینو سره یې د(من أین لک هذا؟) ( دا دې له کومه کړل؟) سياست هم له مسجده عملي کېده، چې همدې جملې یې د خلافت له ټول قلمرو څخه د هر فساد بېخ وېستلی وو.

له مسجد او امامت سره د لومړي امير المؤمنين او دويم خليفه تړاو دومره ټينګ وو چې سياست د مسجد له امامته مصروف نکړای شو، ان تردې چې د مسجد په محراب کې په شهادت هم ورسېد.

درېيم خليفه عثمان رضي الله عنه هم هم د مسلمانانو ديني پېشوا او د مدينې منورې د مسجد امام و، هم د داسې اسلامي دولت سياسي زعيم او اميرالمؤمنين و چې له شمالي افريقا نيولې تر خراسان، ارمنستان او د هند تر پولو يې فاتحې لښکرې خپرې وې.

څلورم خليفه علي رضي الله عنه هم خپل ټول نظام له مسجده اداره کاوه، او پدې ډول يې عملا مسلمانانو ته ورتلقينوله چې د مسلمانانو د سياسي قيادت مرکز هم مسجد دی، او د عبادت مرکز يې هم مسجد دی. لنډه دا چې د راشده خلافت په ټوله زمانه کې د مسلمانانو سياسي او ديني قيادت له مسجده تر سره کېده او د مسجد امام به ستر اسلامي دولت اداره کاوه.

د اسلام په تاريخ کې چې هر کله چې د مسلمانانو دیني قیادت او سیاسي قیادت یو ځای شوی دی اسلام تر شرق او غربه پراخ شوی دی، خو کله چې سیاست له مسجد څخه بیل شوی او ماڼۍ ته ننوتی نو بيا مسلمانان کمزوري شوي، د شريعت په تطبيق کې سستي شوې، سياسي حکام پخپلو کې په اختلافاتو کې اخته شوي، فتوحات ټکني شوي، په ډېرو حالاتو سياست له سمې لارې د انحراف لوري ته مخه کړې، اسلامي دولت کمزوری شوی، او مسلمانانو د اندلس، شرقي او غربي ترکستان او اسلامي هندوستان په څېر لويې سيمې له لاسه ورکړې دي، په مليونونو مسلمانان له ديني خسارې سره مخ شوي، د صلیبيانو، کمونستانو او هندوانو تر تسلط لاندې راغلي دي، او د مستعمرينو تر حاکميت لاندې په مسلمانو ټولنو کې د کمونيزم، ډیمکراسۍ، لیبرالیزم، نشنلزم، هیومنیزم او د معاصر جاهليت ډول ډول نظريات خپاره شوي دي. دا هر څه ځکه پېښ شوي چې سیاسي قیادت د هغو خلکو له لاسه وتلی چې د سياست، نظام او عسکريت چارې يې د دين مطابق ترسره کولې.

انقلابي ملا څه وکولی شول؟

کله چې ديني او سياسي قيادت تر اوږدې مودې وروسته یو ځل بیا د ملا لاس ته ولوېد نو په اسلامي نړۍ کې سياسي او نظامي وضعيت داسې تغيير وکړ چې د ټولې دنیا کفار د ملا په مقابل کې سره يو شول، او د هغه په خلاف يې داسې خونړۍ جګړه پيل کړه چې تر نړيوالو جګړو وروسته تر ټولو لويه جګړه بلل کېږي.

د شوروي اتحاد او کمونستانو تر ماتې وروسته به خلکو ویل چې دنیا د غرب په ګټه یو قطبي شوه، خو د غرب په مقابل کې په ديني او نظامي لحاظ په کلکه د ملا د درېدلو په نتيجه کې دا دی نړيوالو وليدله چې دنیا د سياسي او ديني تفکر او نظام له لحاظه بېرته دوه قطبي شوه چې په یوه خوا کې یې ملا دی، او په بله خوا کې یې هغه ځواک دی چې ځان ورته د نړۍ يو ازينی قطب ښکارېده.

د سياسي او ديني تفکر د حاکميت د نوعيت له مخې د نړۍ دوه قطبي کېدل هغه وخت ممکن شول چې ملا د انطوائيت (په ځان کې د پېچل کېدو) له تفکر او محيط څخه راووت، او د فکر او مبارزې په ډګر کې يې خپل له لاسه وتلی ځای بېرته اشغال کړ. او چې کله يې بېرته د انقلابيت، سياست، او جهاد په ډګر کې استقامت وښود نو هماغه وو چې د دنيا لويو قوتونو یې په مقابل کې نظامي ماتې وخوړه.

نور بيا…

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د