امریکايي رسنۍ: ټرمپ پوهېږي، چې جګړه نه‌شي ګټلی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۴سلواغې، ۱۳۹۷ل): د یو ایس اې ټوډې؛ په نوم امریکايي خپرونه لیکي، ټرمپ په افغانستان کې د روانې جګړې پر بایللو باوري شوی او مني چې دا جګړه نه‌شي ګټلی.

دغه مطلب چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه پکې بحث شوی، په یوه برخه کې يې راځي، کله چې ډونالډ ټرمپ د نیمايي عسکرو د ایستلو اعلان وکړ، ملي امنیت ادارې ټکان وخوړ.

ورځپاڼه لیکي، ټرمپ باوري دی چې جګړه نه شي ګټلی، خو پوځي چارواکي يې پر وړاندې فشار کاروي چې باید د دوی د «قربانیو» په بدل کې یوه لاسته راوړنه موجوده وي.

د مطلب د لیکوال په وینا په افغانستان کې جګړه دومره اوږدول، یوه لویه تېروتنه ده، خو پر دې سربېره ټرمپ وېره لري چې که دوی ووځي د کابل اداره به سره وشړېږي او د دې شړېدو د پړې ګوته به ده ته ونیول شي.

دا په داسې حال کې دی چې نن هم د څلورمې ورځې لپاره د امریکا او طالبانو تر منځ مخامخ خبرې روانې د قطر په مرکز دوحه کې دوام لري.

ځینو سرچینو ویلي، د بهرنیانو پر وتلو هوکړه شوې او دواړه لوري باوري دي چې دا خبرې به يې بې پایلې پای ته نه رسېږي.

د دې تر څنګ په پاکستان کې د چین سفیر ويلي حاضر دي چې طالبان د یو سیاسي ځواک په توګه په رسمیت وپېژني، یاو جینګ وویل په قطر کې يې د طالبانو سیاسي دفتر ته سفرونه هم کړي دي او اړیکي ورسره لري.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د