طالبان باید یو ګام هم په شا ولاړ نشي!

محمد امين بسمل

یوګام څه چې نیم ګام پرشا تګ به یې هم د صفوفو مورال ضعیف کړي اوهم به یې دا نننۍ زوروره سیاسي څپه کمزورې کړي.

ما د جنوري په ۲۱مه د خلیلزاد په منفي نیت یوه مهمه لیکنه له فاکتونو سره یو ځای د خپرولو لپاره لېږلې وه خو نه پوهېږم، چې د کومې وېرې له وجې خپره نه شوه.

په هغه لیکنه کې مې طالبانو ته له مهمو اشارو سره پخپلو پخوانیو غوښتنو یو ځل بیا تاکید کړی و.

په نننۍ لیکنه کې یوځل بیا د طالبانو پام د دوی سیاسي او پوځي ځواک ته په لاندې ډول راړوم:

۱ـ ستاسو منظم مقاومت له سیاسي او پوځي پلوه په دا ۱۸ اتلسو کلونو کې پوره بلوغ ته ورسېد.

۲ـ ستاسو په اړوند چې کوم تورونه اجیرې میډیا په ځانګړي ډول لویدیځې میډیا ستاسو د امارت په دوره یا له هغه راوروسته لګول ټول بې بنیاده ثابت شول مثلآ:

ـ د ښوونې او روزنې په اړوند تاسو پخپلو ترلاس لاندې سیمو کې د امنیت ترڅنګ ولس ته د کابل تر ادارې ښه زمینه برابره کړې، چې دا ټول جهان یې ویني.

ـ د عامه شتمیني په ساتنه کې تاسو ډېر ښه وځلېدئ.

ـ د ښځو د حقونو په برخه کې هیڅوک تاسو ته د تنقید ګوته نشي نیولای ځکه، چې له سیمه ییز او کلیوالي فرهنګ سره برابر ښځوخپل حقوق اخیستي خو د کابل د ادارې په ساحه کې حتی په ښځینه ورزشکارانو لاجنسي تیري شوي چې په حقیقت کې دا د دوی د تپل شوې دیموکراسي ذلیلترین حالت بللی شو.

ـ ستاسو د کنترول په ټوله ساحه کې خلګ په ډاډه زړه ګرځي نه غل ورتلای شي نه غدۍ بس یوازې یرغلګردښمن اولاسپوڅي یې د شپنیوچاپو په وسیله خلګ تېښتې یا د جګړې دوام ته اړباسي.

د پورتنیو دلائیلو په اساس ولس په تاسو حساب کوي که په کور کې وروستۍ یوه ګوله ډوډۍ له یوې پیالې شړومبو سره ورپاته وي هغه هم له تاسو قربانوي ځکه چې تاسو ډېرڅه ورکړي تر ټولو مهم د ولس د ننګ او ناموس ساتنه چې تاسو ورپوره کړې او افرین درته وېلی شم.

په حقیقت کې ستاسو پوځي اوسیاسي حیرانوونکی پرمختګ د افغان ولس د وینې او مینې له وجې د بریالیتوب ننني لوړ پوړ ته را ورسېد.

که په تاسوکې پورتنۍ وړتیاوې نه وای ګاونډیو ملکونواو د سیمې زوروروبه مخ لا نه وای دراړولی ځکه چې تاسي به له ولسه په لرې فاصله که واست لکه نن چې د کابل اداره ده.

چین او روس هیواد په څرګند ډول ستاسو په سیاسي مقام، پوخوالي اواهلیت اعتراف کوي.

نورګاونډي هیوادونه له هنده تر ایرانه په تاسو حساب کوي حتی د ټولې سیمې او جهان په کچه ستاسو خوځښت نن ورځ یو مطرح او پیاوړی سیاسي تحریک بلل کيږي.

د یرغلګرو ټوله میډیا د داخلي اجیرانو په شمول ستاسو په خلاف ۲۴ ساعته اپلتې وايي په میلیونونو ډالرمصرفوي خو د ذبیح الله مجاهد په دوو کرښو یې اسمان ته پورته شوې پوکاڼې په هواکې وچوي.

نن چې تاسو په یو ښه موقف کې قرار لرئ پام مو وي، چې د چا په تشو وعدو باور ونه کړئ.

نه یوازې په خلیلزاد زه لا له پخوا شکمن وم، بلکې د امریکایانو په ۹نهو لویو پوځي اډو کې یوازې د۱۴۰۰۰ زرو سرتیرو شتون ته هم زه د شک په سترګه ګورم.

دوی به په شمار اووه زره ۷۰۰۰ سرتیري وباسي خو په اډو کې به یې نامالوم شمېر حتی له ۳۰ تر ۴۰ زرو پورې پټ پاته وي چې بیابه کومه یوه ناروا پلمه جوړه او له ګوډاګیانو سره د امنیتي تړون په اساس به پښې وغځوي.

دا چې خلیلزاد وايي د امریکايي سرتیرو د وتلو مسئله به د کابل راتلونکی حکومت یوطرفه کوي دا پخپله یو چال دی آیا کابل په دا اتلسو۱۸ کلونو کې حکومت درلود؟

حکومت خو سفارتخانو چلاوه.

زما په فکر خلیلزاد یوازې وخت وژني او یوه داسې موقع درته ګوري، چې له ننني سیاسي اوپوځي زور څخه مو د سیمه ییزو تطمیع شوو هیوادونو په مرسته ولووي.

دا چې د دوحې غونډه مو څلورمې ورځې ته اوږده شوه لا مې په امریکایانو شک زیاتیږي مانا دوی په حقیقت کې نه غواړي، چې ووځي.

اوس نوتاسوهم خپل وخت مه ضایع کوئ نه دومره خبرو ته ضرورت شته داسې لنډ ورته ووایاست، چې وځئ اوکه نه؟

که وځئ نو دقیقأ څه وخت؟

خو پام چې تر څو وروستی امریکايي سرتیری نه وي وتلی د کابل له ادارې سره ونه وینئ او که ورسره وینئ نو لمړی شرط دا ورته مخ ته کړئ چې کله امریکايي سرتیري ۹۰ سلنه ووتل نو د کابل اداره به د ملګرو ملتونو د یوځانګړي هیئت په حضور کې لمړی له امریکا او نورو مغرضو هیوادونو سره دا د اتلسو۱۸کلونو ټول لاسلیک شوي تړونونه په لیکلي ډول لغوه اعلانوي بیا به بین الافغاني خبري کيږي اوبس.

که له پورتني شرطه پرته مو ورسره ولیدل بیا نو دا د اتلس۱۸ کلن ناورین مسؤلیت تاسو ته راجع کيږي چې بیا به نو ستاسو او حکمتیارهیڅ توپیر څوک ونه کړي.

په پای کې دومره وایم، چې:

یا جان رسد به جانان یا جان زی تن براید

دګران افغانستان داستقلال په هیله

۲۳ـ۰۱ـ۲۰۱۹

لندن

محمدامین بسمل

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
شیرخان
میلمه
شیرخان

که دومره د په دین زړه درد کوي او رښتنی وي نر شه راشه افغانستان ته د لندن نه مشوری مه ورکوه. هغه به کوم احمق وی چي ستا په مشورې په سرګرځوي.