د غره کلی: ياسين حمزه

ياسین حمزه

شنې سنزلې سرې غوټۍ او د غره کلی.
ویښ زلمي سپینې پګړۍ او د غره کلی.

موږ عجیبه سره خوښ یو بېل دي نه یو
ستا یادونه ،زه، سپوږمۍ او د غره کلی

طـــــــالبان لکه غــــــــمي پکې اوسیږي
د مور چلو غـــــاړکۍ او د غــــــره کلی

بیا غـــــزاده بیا مـــــیدان ته سره وتي
دا وحشي سپـینه مـاڼۍ او د غره کلی

خدای به وروسته له اوږده هجره یوځای کړي
بهـــــــــــــارونه ازادۍ او د غره کلی

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
1 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
محمدرسول باوري
میلمه
محمدرسول باوري

عر

واړه یې مړه شه په کورونو یې تندرونه پریوزه!
څـوک چه زمونږ شال او پګړۍ ته احـترام نلري!

دبل په خوله چه حق باطل, باطل په حقه بولي!
ژبه یې ګـونګه شه چه بیا پرې هـیڅ کـلام نلري!

داوسني عـصر فـرعـون ته په ســجدو پـراته دي!
داســې مــشرانو نه به څـــه سـړی مـــرام ولــري!

دقـــلم څــوکـه مـې له ډیـره درده وخــــوټـــیده!
دباوري مـــنګل غــــزلې کـــوم ا لــــهام نــلـــــري!

محمدرسول باوري

غمی،پښتین
میلمه
غمی،پښتین

……………………………………..سپیره کلی………………………………………….
نه کلینیک نه مکتب نه خوشحالی خړکلی……….نه پولیس نه باغوان نه ګلان سپیره کلی
نه پوخ سړک نه پاکی اوبه دا څنګه کلی………..یتیمانو او د کونډو راته ډک د غره کلی
هره ورځ بم د هوا راباندی غورزیږی……..په لاره کوڅو کی ماینونه خخیږی زما کلی

ماښام تیاره نه وی وتړو دروازه کلکه……..وږی تږی د پوښتنه مو څو ک نشته دا کلی

ژوند مو دی پنځه زره کاله پخوانی دا کلی…….نه تیلفون نه برق ،نه ډوډی نه ګاز دا کلی

نه می د کلی خوند شته نه د شاعری…………نه می د ټول ملک خوند شته ده بی غوری
……………………………….غمی،پښتین.سټی کنډو.پکتیا ګردیز