ارګ: محقق له دندې لرې کړل شو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۴سلواغې، ۱۳۹۷ل): د عبدالله عبدالله دویم مرستیال محمد محقق د محمد اشرف غني د حکم پر اساس له دندې لرې کړل شو.

له ارګه خپره شوې خبرپاڼه چې نن پنجنشبه (۴سلواغې) رسنیو ته لېږل شوې، لیکي، چې محمد محقق له مرستیالۍ لرې کړل شوی دی.

اعلامیه لیکي: «د افغانستان د اساسي قانون د ۶۴ مادې د ۱۳ بند د حکم له مخې د اجراییه ریاست د دویم مرستیال محمد محقق لرې کول منظور دي.»

محقق د امنیت شورا د پخواني سلاکار او راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته د نوماند حنیف اتمر دویمې مرستیالۍ ته نوم ثبت کړی دی.

په همدې حال کې د ټاکنو کمیسیون په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د نوماندۍ له امله له اوسنۍ دندې استعفا ته انتظار دی.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د