هلمند، سنګین کې هوايي برید کې وژل شوي ماشومان

هلمند؛ هوايي برید د ماشومانو او مېرمنو په ګډون ۱۳ تنه وژلي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۴سلواغې، ۱۳۹۷ل): د هلمند په سنګین ولسوالۍ کې د ګډو ځواکونو په هوايي برید کې ۱۳ تنه ملکي وګړي وژل شوي چې ډېری يې ماشومان او مېرمنې دي.

د سیمې اوسېدونکي وايي سنګین بازار کې بمبار دغه کسان وژلي، چې نږدې ټول يې د یوې کورنۍ غړي دي.

حکومتي چارواکو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ويلي، خو طالب ویاند قاري یوسف احمدي دا یو جنایت بللی او پر وژل شويو کسانو يې خواشيني ښکاره کړې ده.

sangiin-1397-11-4

هلمند، خلک له بمبار وروسته جسدونه را باسي

له یادې پېښې سره هم‌مهاله د هلمند په خانشین ولسوالۍ کې هم خاشه بازار سیمه کې ګډو ځواکونو لسګونه دوکانونه سوځولي او د دې تر څنګ يې د ملکي خلکو ګڼ نقلیه وسایط هم تخریب کړي دي.

پر دې سربېره لوګر ولایت کې هم بهرنیو او کورنیو عسکرو یو خای په یوه دیني مدرسه چاپه وهلې، درې تنه طالبان يې وژلي او څلور نور يې ټپيان کړي دي.

دغه پېښه تېره شپه د برکې برک ولسوالۍ پندي سیمه کې شوې، چې د ځايي سرچینو په حواله د مدرسې تر څنګ يې ګڼ کورونه لوټلي، دروازې يې ور ماتې کړې او قیمتي توکي يې له ځانو سره وړي دي.

دا په داسې حال کې دی چې دوه ورځې وړاندې میدان وردګو کې د ملي امنیت پر ځانګړي قطعې سرتېری برید، طالبانو د ملکي تلفاتو انتقام یاد کړی و، خو ولس پر دواړو لوریو پرلپسې غږ کړی دی، چې په لوی لاس دې ملکي وګړي نه په نښه کوي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

انا لله و انا اليه راجعون
چيرى ياست ها د كفارو او منافقينو خواخوژو حرامزاده گانو ، مشرانو ته مو پرتوگ ور واغوندى .