د قطر څلور ورځنۍ غونډې وروستۍ پایلې

نن ټکی اسيا سرليکنه

له تیرو څلورو وروځو راهیسي د قطر په دوحه ښارکې طالب استازي له خلیلزاد سره د بندو دروازو تر شا په خبرو اترو لګیادي.

که څه هم تر اوسه پوري د مذاکراتو د ذیدخله اړخونو (طالبانو – امریکایانو) له لوري په رسمي ډول څه نه دي اعلان شوی ، خو له مذاکراتي غونډې څخه رسنیو ته را وتلیو خبرونو څخه ښکاري چې امریکايي لوري له خپل اړخ نه په خبرو کې پرمختګ کړی دی ، پر مختګ په دې معنی چې تر ډیره یې د طالبانو هغه غوښتنې منلې کومې چې له هیواد څخه د بهرنیو ځواکونو په وتلو پوري اړه لري.

د طالبانو او امریکایانو ترمنځ په روان مذاکراتي بهیر کې اساسي ټکی همدا دی چې امریکایان باید تر هرڅه وړاندې له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د بیرته ایستلو مهال ویش اعلان کړي.

په تیرو غونډو کې هم د جانبینو له لوري پر همدې نقطې چنې وهل کیدې چې له امله یې یوه نا رسمي او بله هم رسمي ناسته وځنډیده.

په پاکستان کې د زلمي خلیلزاد څلورورځې تم کیدل او بیا له اسلام آباد څخه قطر ته خالي لاس تلل یې هم ټول له دې امله و چې طالبانو تر امریکايي مطالبو وړاندې پر خپلو غوښتنو ټینګار درلود .

اوس په قطر کې تر دری ورځني ځنډ وروسته هم طالبان په خپلو غوښتنو خرنډ دي .

د قطر په څلور ورځنۍ ناستې کې دوه ټکی مهم او د یادولو وړ دي او هغه دا چې لومړی امریکایان د طالبانو د غوښتنو اساسي ټکي ته ډیر تیار شوي او بل دا چې د کابل حکومت د مشارکت خبره ورکې نسیا منسیا له پامه غورځیدلې ده.

کابل حکومت هم په قطر کې د طالب او امریکايي استازیو غونډه په ډیر دقت څاري او د متوقعه پایلو په اړه یې خپل حسابونه کوي.

په قطر کې د جانبینو ترمنځ سوله ییزې خبرې په داسې حال کې تر سره کیږي چې د هیواد په داخل کې د دواړو لور یو له خوا پوځي غورځې پرځې هم ښې په درز کې روانې دي.

په تازه تر لاسه شویو معلوماتو کې امریکايي ګډو ځواکونو د هلمند ولایت په سنګین ولسوالي کې پر ولسي خلګو د بمبار په ترڅ کې د یوې کورنۍ ۱۳ تنه وژلي او په لسګونو نوریې ټپیان کړي دي.

په یادې خونړې پیښې کې د وژل شویو ماشومانو بوږنوونکي تصویرونه هم د عیني شاهدانو له لوري له رسنیو سره شریک کړل شوي دي.

همدا از ګډو ځواکونو د هلمند ولایت په خانشین ولسوالۍ کې پر یوه محلي بازار برید کړی چې د ولسي خلګو لس ګونه هټۍ، د هغوی شخصی نقلیه وسائط او د هغوی مربوط ملکیتونه یې سوځولي او تخریب کړي دي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غمی،پښتین
میلمه
غمی،پښتین

الجزیره تیلویزیون ګردی میز مباحثه ،(اسلام اباد او له دوحه )چه پاکستان په زغرده اقرار کوی چه د طالیبانو خبری ته کینول یو میلیارد ډالر همدا ڼن راورسیدل،او باقی به دوه اونی روسته رارسیږی.که نه یی منی یو تیوب .سیناریوهات-مستقبل عملیات السلام افغانستان وګوری.
طالیبانو ورڼو ،نور نو تجارانو ته موقع مه ورکوی،افغانستان تباه شو.د پاکستان غوا ڼنګه ده.