د طالبانو د سیاسي دفتر مشر شیرمحمد عباس ستانکزی او د ټرمپ خاص استازی زلمی خلیلزاد

که د طالبانو او امريکا ترمنځ مذاکرا ت بريالي شول!

نظيم ذاکري- لندن

د قطر په پلازمينه دوحه کې د طالبانو سياسي استازو او امريکا ترمنځ د افغانستان د قضيې د سياسي حل په موخه خبرې روانې دي چې دادی څلورمې ورځې ته هم وغځېدې، تر دې وړاندې درې نورې غونډې هم شوې وې او دا يې څلورمه هغه ده، په دې غونډه کې د طالبانو د سياسي دفتر اته کسيز او د امريکا له لوري يوولس کسيز پلاوي ګډون کړی دی او له يو بل سره مخامخ خبرې کوي.

د يادې غونډې په اړه ډېرې هيلې او اميدونه راټوکېدلي دي او داسې فکر کيږي چې نور امريکا په افغانستان کې د جګړې له زوره لويدلي دي او غواړي چې خپل ځواکونه له افغانستان څخه وباسي خو له هغې وروسته چې طالبان بايد څه وکړي او څه کول ورته په کار دي په اړه يې په دې ليکنه کې بحث شوی دی.

که د طالبانو او امريکا ترمنځ د افغانستان د قضيې د سياسي حل په موخه خبرې بريالۍ شوې نو طالبان بايد له افغان لوري سره بين الافغاني خبرې اترې څه ډول پرمخ بوځي؟

زما په نظر لومړی باید د ګاونډيو او نورو بهرنيو هیوادونو څخه د افغانستان سیاسیون او چارواکو ته د سیاسی پنا او مهاجرت چانس نه ورکولو غوښتنه وشي؛ خو په دې اطمينان چې دلته ورته تهديد نه وي مګر د مالي فساد د محاسبې پلان جوړ او عملی کړل شي.

د ټولو سیاسی ډلو څخه رښتيني متعهد، امين او ملي شخصیتونه راټول او د یو اسلامی بين الا افغانی نظام په چوکاټ کې د ارزیابۍ څخه ورسته په موزونه دنده وټاکل شي.

د ښکته ادارو د ریاستونو څخه شروع تر ارګه او د موسساتو د ریاستونو او د ولایتی شورا او پارلمان د غړو پورې ټول مسولین په موقت توقف کې وساتل شي ، دوه مرحلیزه دوسیې دی ورته جوړې شي، مالي او حقوقي سپيناوی دې يې وکړل شي او د نظام عامو مامورينو او عسکرو ته دې عمومي عفوه اعلان شی، که چیرې یو څوک ددې دواړو دوسیو څخه برائت ترلاسه کړي نو په نظام کې دې برخه ورکړل شي او که څوک له دې سربيره د اشغال برخه وه او مجرم ثابت شو باید محاکمه شي.

د نظامي تشکیلاتو په اړه دې هم پورته فرمول عملي شي او تشکیلات دې د منحل کیدو پرځای تصفیه شي او د یو منظم کمیسون له مخې دې طالبان خپل نظامي تشکیلات ورسره د مهمو بستونو لپاره یوځای کړي.

د ځوانانو د فکر د جوړښت او اعتماد سازي ، تعلیمی سیستم کې تعادل ساتلو لپاره باید عملي ګامونه پورته شي، علماء او د امارت مسولین دی منظم د والسوالیو او حوزو په سطحه کانفرانسونه او د اطمنان سازۍ پروګرام پرمخ یوسي .

د ښځو چارو لپاره باید د هیواد په سطحه کوشش وشي، ښځينه دينې عالمانې راپیدا او د تعلیم او ترببیې، روغتيا او نورو مناسبو ادارو لپاره تری یو کاري کمیسيون جوړ او خپل مربوطه کارونه منظم او د نظام برخه شي.

په ټوله کی باید د طالبانو مسولین او منصوبین د جوش او جذبی پر ځای د هوش حوصلی او نرمښت نه کار واخلي، د شهیدانو او زخمیانو کورنیو او ملي شتمنیو ته دي خاصه پاملرنه وشي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
1 د تبصرو شمېر
4 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
مولوی احمد
میلمه
مولوی احمد

جناب ذاکری صاحب تہ مہ خپہ کیگہ زما پدی خبرے باندی:ستا خبری ٹولی مجموعا خوشبینانہ او ماشومانہ دی طالب خو پنجابی دی تہ پنجابیانوتہ مشورے ورکہ یی چہ راشی کابل جوڑ کئ ،تعجب دی

جميل
میلمه
جميل

جناب مولوى؟ احمد صاحب ! ته كه مه خپه كيگه
بوش، اوباما ، ترمپ او نورو دينى ورونو او وطندارانو خو دى عجبه شه وطن در جور كى .

مولوی احمد
میلمه
مولوی احمد

جمیل ورورہ زہ لا الہ الا اللہ محمد رسول اللہ وایم اوپدی می ایمان دی او حنفی مسلمان یم او بش کافر دی اوباما کافر دی ترمپ زندیق دی او پدی ھم ایمان لرم دا خلک زمونگ د گران افغانستان دجوڑولولپارہ نہ وو راغلی او کافر ھیس وخت دمسلمان ملک نہ جوڑوی تہ خطا شوی زما پحق کی ، نور سہ نوایم
خو دومرہ یاد وساتہ چہ زما خبری یو وخت بہ در پیاد شی چہ حق وو

غمی،پښتین
میلمه
غمی،پښتین

مولوی صاحب احمد اسلام علیکم.
ډیره سپینه خبره د لیکلی ده ،پاکستان عمران خان د ملنګی کچکول غاړی ته اچولی ټوله دنیا کی دا سندره په جګ اواز وایی.
دملنګی کچکول په غاړه ګرځومه یاره…………وخت د مازدیګر دی ډالرونه ټولومه
د امریکا په شان سخی ملک په ټوله دنیا کی نشته.سخاوت یی که د ریا کوم مطلب لپاره وی هغه بیله خبره ده،

شمس
میلمه
شمس

جناب مولوی احمد صاحب! کاش چی له نامه سره دی مولوی نوی لیکلئ، ستا باداران خو په ورځ کی په لسهاوو بیګناه ماشومان له خاورو لاندی کوی٫ او په لسهاوو کورونه ورانوي آيا ته همدیټه آبادی ادارې جوړول وايي، افسوس ستا په حال چی تر اوسه دخپلی پښتو توری هم نشی لیکلی په پښتو کی پنجابی توری استعمالوي اوس ته قضاوت وکړه چی څوک د پنجابیانو غلامان دی آيا ته به د پنجابی ریښتونئ غلام یی که طالبان؟