
واټساپ د «دروغو اوازې» خپرولو مخنیوی کوي
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۴ سلواغه، ۱۳۹۷ل): واټساپ اپلیکیشن په ۲۰۰۹ کال کې خپل فعالیت پېل کړ چې په ۲۰۱۴ کالې کې د فیسبوک شرکت مالک «مارک زوکربرګ» په ۱۹ ملیارده امریکایي ډالرو وپېره، چې اوسمهال د پیغام، اسناد، غږیز او ویډیويي تلیفونو لپاره په نړۍ کې تر ټولو غوره اپلیکیشن بلل کیږي چې تر دې دمه په ملیونونو استعمالونکي لري.
په تېره نږدې کې پر واټساپ اپلیکیشن هم د اوازو او دروغو خبرونو خپرول عام شوي وو چې اوس یې د مخنیوي لپاره پریکړه کې او ددې لپاره به له یوې ځانګړې لارې کار اخلي.
واټساپ ادارې پریکړه کړې چې د درواغو اوازو خپرولو په مخنیوي کې به په واټساپ کې د یو پیغام لیږلو شمېره محدوده کړي، چې په دې سره به یو پیغام د پنځو څخه زیاتو کسانو ته نه لیږل (Forward) کیږي.
د واټساپ ادارې ویاند وایي چې دغه پریکړه د دروغو اوازو او خبرونو خپرولو لپاره کړې، نوموړي زیاته کړې چې د یادې ځانګړتیا عملي کولو څخه وروسته په دروغو اوازو خپرولو کې تر ډیرې اندازې کموالی راغلی دی.
د واټساپ لخوا دا بندیز هغه وخت لګیږي چې په دروغو او اوازو خپرولو کې فیسبوک، واټساپ او نورې ټولنیزې رسنۍ د سختو تورونو سره مخ دي.
د نورو هېوادونو په پرتله په هند هېواد کې ددغو اوازو او دروغو خپرولو ستونزې رامنځته کړې وې، چې شپږ میاشتې وړاندې په دغه هېواد کې یاد بندیز لګیدلی و، خو وړمه ورځ دغه بندیز د هر واټساپ استعمالونکي لپاره عام شو.
له دې وړاندې په واټساپ کې په یوه وخت د ۲۰ پيغامونو لیږل ممکن وو، خو اوس به استعمالوونکی په یو وخت یوازې پنځه وار یو پیغام استولی شي.