
که مشروط وتل ومنل شي؟
شفيق افغان
د امریکا او طالب مقاومت د ناستو څخه چې نن څلورمه ورځ هم دوام لري داسې راپورونه تر لاسه شوي چې د امریکا په وتلو پریکړه شوي خو امریکا غواړي په قراره ووځي او طالبان غواړي ژر ووځي.
اما که طالبان ورسره د امریکا خبره چې په قراره د ووځي ومني دا به د تاریخ د تر ټولو ستره اشتباه وي.
د تاریخ په اوږدو کې د اشغالګرو دا رنګ پریکړو خورا بدې پايلې لرلي چې مدام یې يرغلګر یوه نه تر لاسه کیدونکي هدف ته په ساده طریقه رسولي.
د بیلګې په توګه همدا مهال امریکایي اشغالګر په ځینو اسلامي هیوادونو کې د داسې تړون له مخې پراته دي چې نه زور دی او نه هم رضا خو د تړون په اوږدو کې په باج ورکؤنکو مسلمانو شاهانو دا خبره هم شرط شوي چې نوموړي هیوادونه که امریکا ته د وتلو وایي نو کال دوه کاله او یا زیات وخت مخکې باید امریکا خبره شي د دې ټکي هدف دا دی چې که بالفرض نوموړي هیوادونه د امریکا د وتلو تابیا وهم نیسي نو په دومره اوږده وخت کې به امریکا کولای شي یوه داسې شیطانت ته لاس کړي تر څو باج ورکؤنکی هیواد د امریکا د وباسلو له پریکړې شاتګ ته مجبور کړي مثلا کوم بل هیواد را ولمسوي تر څو ګواښونه شروع کړي چې په اوسني وخت کې دا کار د امریکا پټ یار ایران پر مخ وړي او یا د داخلي اختلافاتو یوه داسې څپه را روانه کړي چې دوی له خپلې پریکړې څخه واړوي .
له بله اړخه د دې مسئلې په تجربه شويو مثالونو کې مونږ د ډیورنډ کرښه تر ټولو ښه مثال وړاندې کولای شو.
د ډیورند بدنامه معاهده او د پښتون قوم د تقسیم طرحه د انګلستان په لمسون د سلو کالو د مودې دپاره وه سل کاله ورسته افغانستان کولای شول چې ډیورند په اسانی تر لاسه کړي خو د سلو کالو په نږدې کیدو سره اوسني شیطانستان د انګلستان او امریکا په مرسته پر افغانستان داسې کانې وکړې چې تر اوسه افغانستان د نوي زخمي وجود له امله د ډیورند د زاړه زخم د تداوی توان هم لا نه لري.
همداسې که خدای مکړه طالب هم د امریکا سره مشروط وتل چې حقیقت کې د مشروط شتون په معنی دی ومني نو طالب به کله هم د امريکا څخه داسې حال ته ونه رسیږي چې هغوی بیا د خپلې موافقت نامي لاندې وباسلو ته مجبور کړي .
نو ښه خبره دا چې طالب مقاومت لېږ نور هم ځان تکيه کړي ځکه که دا ځل مذاکراتو کې یې امریکا ونه مني راتلونکي وخت امریکا مجبوره ده ویې مني ځکه د امریکا دغې ستړي شوي حالت ته په کتو مونږ ویلای شو چې ممکن د یو څه اندازه نور مقاومت څخه ورسته دوی خپله هم د تیښتې لاره خپله کړي.
يو همسايه هم دا جرّأت نشى كولاى چى په افغانستان كى مداخله وكرى .
د ديورند د وخت او تر هغه مخكى او وروسته پاچاهان خپلواكه نه وه خو طالبان كاملاً خپلواك دى .
د اوربند شرط چى ونه منل شى امريكايان مجبوره دى چى ژر به وزى .
شرط به داوي چې ته به هم ټوپک را اخلې او سنګر ته به ځي دا فرهنګي مبارزه بدې پريږدې يو تر هغې چې امریکا ۱۰۰ فیصده مجبوره شی او د طالبانو ۱۰۰فیصده غوښتنو ته غاړه کیږدي. ګومان نکړم چي سنګر ته ولاړې!