د شیاومي کمپنۍ دوه ځل کات کېدونکی مبایل وړاندې کړ/ ویډیو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۴ سلواغه، ۱۳۹۷ل): د سامسنګ مشهورې کمپنۍ لخوا تېره میاشت لومړی کات کېدونکې مبایل وړاندې شوی و، خو اوس داسې بریښي چې د چینایي کمپنۍ شیاومي لخوا دغه ریکارډ مات کړل شي.

که څه هم د شیاومي کمپنۍ لخوا د یاد مبایل په اړه د روانې میاشتې په سر کې خبر ورکړل شوی و او پر ټویټر پاڼه د «ایوان بلاس» پاڼې لخوا یوه ویډیو هم خپره شوې وه خو اوس د یادې کمپنۍ رئيس «لین بن» لخوا د یاد مبایل په اړه رسمي ویډیو خپروه شوه.

په دغه ویډیو کې لیدل کیږي چې مبایل د ټابلیټ په بڼه جوړ دی خو چې د (ښي او چپ خوانه) شا ته دوه ځل کات شي د یوه عام مبایل په څېر استعمالیږي، دغې کات کېدونکي مبایل ته د «ډوئل فلیکس یا مي فلیکس» نوم ورکړل شوی دی.

دا به د نړۍ لومړی دوه ځل کات کېدونکی مبایل وي چې د ټابلیټ او د عام مبایل په څېر به استعمالیږي، له دې وړاندې د ال جي «LG» موټرولا «MOTOROLA» او سامسنګ «SAMSUNG» کمپنۍ لخوا به ډیر ژر کات کېدونکی مبایل وړاندې شي.

یاده دې وي چې دغه مبایل به د اسپانیا په بارسلونا ښار کې په ۲۴م فبروري د مبایلونو په نړیوال نندارتون کې وړاندې شي، دغه نندارتون کې به په لومړي وار د فایو جي «5G» تر څنګ یو شمېر کات کېدونکي مبایلونه وړاندې شي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د