فلوريډا ايالت کې پنځه کسان په ډزو وژل شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۴،سلواغه، ۱۳۹۷ل): د امریکا په فلوريډا ايالت کې يوه وسله وال بريد کوونکي پنځه کسان وژلي دي.

د فلوريډا پوليس وايي، چې پېښه په يوه سوداګريز بانک «سن ټرسټ بانک» کې رامنځته شوې ده.

د فلوريډا د پوليسو يوه مشر کارل هوګلنډ رسنيو ته ويلي، چې مشکوک بریدګر ۲۱ کلن زيفين له وسلې سره بانک ته ننوتی و، هلته يې پر خلکو ډزې کړي، له پيښې سمدستي وروسته سيمې ته پوليس رسېدلي او بریدګر يې ژوندی نیولی دی.

له تېرو څو کلونو راهيسې په امريکا د وسله والو بريدونو پېښې زياتې شوي او تر ټولو وروستۍ يې د روانې جنوري مياشتې په پنځمه رامنځته شوې وه، چې د لاس انجلس په ختيځ دېرش کيلومټرۍ تورانس ښار کې يوه برید کوونکي درې کسان ووژل او  څلور نور يې ټپيان  کړل.

په امريکا کې د شخصي وسلو لرلو له امله وسله والې پېښې ډېرې رامنځته کیږي او ډېری امريکايان پر وسلو د بنديز غوښتنه کوي، خو حکومت لا هم د دې ستونزې په مخنيوی نه دی توانيدلی.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د