نېشنل انټرسټ: ډېری امریکايان له افغانستانه د خپلو پوځيانو ويستل غواړي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۴،سلواغه، ۱۳۹۷ل): په دې وروستيو کې د افغانستان جګړه او سوله د امریکايي رسنيو تر ټولو توده موضوع ده او يو شمېر رسنۍ په دې اړه د عامو امريکايانو نظرونه هم خپروي.

د افغانستان جګړې په اړه وروستۍ نظر  پوښتنه وايي، چې نږدې شپېته سلنه امريکايان د افغانستان د روانې جګړې مخالف دي او ټينګار کوي، چې بايد د دوی عسکر بېرته خپلو کورونو ته ستانه شي.

په دغه شپېته سلنه نظر ورکوونکو کې يې ۶۷ سلنه امريکايي نظاميان دي.

د امریکا نيشنل انټرسټ ورځپاڼې هم په خپلې تازه مقالې کې ويلي، چې امریکا په تېرو اتلسو کلونو کې د افغانستان جګړه ونه ګټله، نو تر دې وروسته يې هم نه شي ګټلی.

مقاله زياتوي، چې د افغانستان جګړه ګټل د امريکا اړتيا نه ده؛ ځکه چې افغانستان د امریکا لپاره کوم ګواښ نه دی او نه به هم په راتلونکي وخت کې د امریکا لپاره کوم مستقيم ګواښ شي.

نېشنل انټرسټ وايي، چې طالبان د خپل هېواد د خپلواکۍ لپاره مبارزه کوي او د امریکا د ګټو لپاره ګواښ نه دي او نه هم بايد امریکا د طالبانو پر ضد خپلې جګړې ته دوام ورکړي.

ورځپاڼه زياتوي، چې د امريکا ولس د روانې جګړې له امله زړه تنګي شوي او ډېری امريکايان د روانې جګړې د پای ته رسولو او خپلو پوځيانو بېرته خپل هېواد ته د ستنولو غوښتنه کوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د