شاهد (غزنیوال)
له بده مرغه په داسې حال کې چې د قطر په پلازمینې دوحه کې امریکايي استازی زلمی خلیلزاد له طالبانو سره په سوله ییزو خبرو بوخت دی د افغانستان په داخل کې امریکايي ځواکونه او د هغوی تحت الحمایه رژیم د بیوزله ولسي وګړو پر عام وژنې مصروف دی.
په هغو تر لاسه شویو خبرونو کې چې تازه له هلمند له ولایت څخه تر لاسه شوي ، ګډو ځواکونو د هلمند په سنګین ولسوالۍ کې پر ولسي سیمو د ړندو بمباریو په ترڅ کې ۱۳ تنه ملکي وګړي وژلي چې ډېری يې تنکي ماشومان او مېرمنې دي.
د سیمې د عیني شاهدانو د خبر په حواله یاد کسان د سنګین له بازار سره نیږدي په یوه کور باندې د امریکايي بمبارۍ په ترڅ کې وژل شوي چې ټول یې د یوې کورنۍ غړي دي.
تقریبا یوه نیمه میاشت وړاندې هم په همدي سنګین ولسوالۍ کې د امریکايي الوتکو په بمباري کې د یوې کورنۍ (۳۰) تنه غړي په یوه بم ووژل شول.
د سنګین په دغې بوږنوونکې فاجعې کې څو ټکي د یادولو وړ دي:
لومړی : د دې لیکنې تر لیکلو پوري چې د یادې فاجعې له رامنځته کیدو څخه تر ۲۰ ساعته زیات وخت تیریږي دولتي چارواکو په تیره د دفاع او ملي امنیت نشراتي مسؤلینو ګونګه روژه نیولې او هیڅ ډول غبرګون یې نه دی ښودلی.
حال دا چې تیره ورځ یې په امریکايي بمبارکې د ۶ تنو ښکارچیانو تر وژل کیدو سمدستې وروسته رسنیو ته د یوې رسمي اعلاميي په لیږلو سره د میدان ښار برید د پلانووکي د وژلو ادعاء وکړه.
دوهم : د هلمند د معصومو ماشومانو د وژنې تراجیدي په داسې حال کې رامنځته کیږي چې د راتلونکو ټاکنو لپاره د هغوی بي ضمیره او بي احساسه نوماندان په ټاکنیزوغورځو پرځو کې داسې مصروف دي چې یو یې هم د امریکايي ځناورو په لاس د وژل شویو هلمندي ماشومانو د وژل کیدو له امله له هغوی سره د تأثر او یا پر هغوي د غمجن کیدو احساس نه کوي.
دریم: د سنګین د ویرجنو کلیوالو د عام وژني فاجعه دري ورځې ورسته تر هغه را منځته کیږي چې د ګډ حکومت دفاعي چارواکو له طالبانو څخه د میدان ښار برید د غچ اخیستلو ګواښ کړی دی.
اوس که له هغوي څخه وپوښتل شي چې ایا ستاسي د ځواکونو قاتلین همدا هلمندۍ تنکۍ نجونې او ماشومان دي چې ستاسي د بین المللي دوستانو په بمونو داسې په وحشیانه ډول ووژل شول؟
ایا همدا ستاسي د معتوه دفاع وزیراسد خالد په امر ( د طالبانو د سر وهل او سنګرنیول) دي.؟
تاسو که ریښتیا هم له طالبانو سره د مقاومت توان لرئ نو هغوی خو تاسو د خپلو مرکزونو په دیوالونو کې محاصره کړي یاستي، که واقعا تاسو دا وړتیا لرئ د هغوی له محاصرې ځان وژغورئ !
هغوي خو تاسو ته په میدان ښار او فاریاب کې داسې درس درکړ چې په یادولو سره به یې تل په اسد خالد لعنتونه وایاست.
د تنکیو ماشومانو او میرمنو وژنه ، د طالبانو د سر وهل او سنګر نیول نه ، بلکې د بشرضد جنایت دی چې د مجرم اسد خالد په شمول به یې تاسو ټول یو وخت د اسلامي عدالت په محکمه کې محاکمه کیږئ!
ان شاء الله
په افغان ولس طالیبان ،امریکایان ،عربان ،او پنجابیان په زور سره مسلط دی.
هیڅ کوم طالیب،امریکایی .عرب.او پنجابی د افغان ولس مدافع نه دی،
هر قاتل ته افغان ولس د قاتل په سترګه ګوری.ه
هیڅ فرق د قاتلانو په منځ کی نشته،هیڅ کومی ډلی د افغان ولس په قتل صرفه نه د کړی،
د خلقییانو ظلمونه.د مجاهد او طالیبانو ظلمونه .
ټول ظلم ظلم دی،د امیریکا ظلم،د پنجاب ظلم، د شوروی ظلم ،د طالیب او د مجاهد او د خلقی ظلم به نه افغان ولس هیر کړی او نه د هیرودلو دی،