افغانستانخبرونه

اشرف غني:د ګډ حکومت له پیله، تر اوسه «۴۵۰۰۰» افغان ځواکونه وژل شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۴سلواغې، ۱۳۹۷ل): د ګډ حکومت مشر محمد اشرف غني د ولسمشرۍ له پیل څخه تر اوسه د وژل شویو دولتي عسکرو شمېره په ډاګه کړه.
نوموړي چې په سویس کې یې د «داووس» نړیوالې اقتصادي ناستې ته خبرې کولې وویل چې، په څلور کلنه دوره کې یې شاوخوا «۴۵۰۰۰» دولتي عسکر وژل شوي، مګر بهرنیو ځواکونو یوازې د «۷۲» په شاوخوا کې تلفات ورکړي.
محمد اشرف غني تر دې وړاندې، د تېر کال په نومبر میاشت کې ویلي وو چې د ولسمشرۍ له لومړۍ ورځې یې تر اوسه شاوخوا ۲۹۰۰۰ دولتي عسکر وژل شوي، هماغه مهال په ټولنیزو رسنیو د اشرف غني له خولې دې اعتراف پراخ بحثونه راوپارول او افغان شنونکو او سیاسي څېرو نوموړۍ تورن کړ چې کمزوري مدیریت او بې کفایتۍ یې د دولتي عسکرو د مرګ ژوبلې زیاتېدو ته لاره هواره کړې.
یاده دې وي چې اشرف غني داسې مهال د دولتي ځواکونو د لوړو تلفاتو شمېر په ډاګه کوي چې، امریکايي فوځيان له افغانستان څخه د وتلو چمتووالی ښيي.
په ورته وخت کې د ګډ حکومت اجرائیه رئيس «عبدالله عبدالله» هم چې ګمان کېږي د امریکایي فوځيانو احتمالي وتلو او د دولتي عسکرو لوړو تلفاتو وارخطا کړی وو، د دې غونډې په څنډه کې له «اې پي» تلویزون سره په مرکه کې په امریکایانو غږ وکړ چې خپله ژمنې دې عملي کړي او دوی دې یوازې نه پرېږدي او ټینګار يې کړی، چې د بهرنیو پوځیانو د وتلو مسئله «لا پوره روښانه نه ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سیدزرغون شاه آغا

ع، غ خوهیڅ شرم او حیانه لری، بیا هم. ځانونه کاندید کړی دی.

عبدالواحد اڅګزۍ

دوی شرم نلری ددی مرګواوشهادتوزمه واره اشرفغنی اوکرزۍ دی آیادوی داسی حکومت وکۍ چه دخپل ملت غم ورسره ووکه دامریکا حکومت عقل درلودای له دوی څخه به یی ددغوپیسوچه ددنیا ممالکوافغانستان ته ورکړی دی پوښتنه کړی وای چه داڅسوی دوی غله،بیعقله دخپل ملت قاتلان دی دوی باید محاکمه سی نه داچه جوړجاړۍ ورسره وسی دوی بایددنجیب ګوپه قسم وځرول سی،بیعقله خلک به ددوی جرمونه معاپوی .په احترام عبدالواحداڅګزۍ

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x