افغانستانخبرونه

ملا برادر د شیخ هبت الله اخندزاده معاون او د سیاسي دفتر مشر ټاکل شوی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۴سلواغه، ۱۳۹۷ل): د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر مجاهد مرستیال (ملا عبدالغني برادر) په قطر کې د سیاسي دفتر د رئیس په توګه ټاکل شوی.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ددې خبر پخلی کړی او په وینا یې ، دا ګام له امریکايي جهت سره د روانو مذاکراتو د پروسې د لا تقويې او په ښه توګه ترسره کولو په منظور پورته کړل شوی.
د مجاهد په وینا د ملا برادر اخند په ټاکلو به له امریکایي جهت سره د خبرو په روانه پروسه کې هیڅ ډول بدلون نه راځي او خبرې به په عادي ډول وغځېږي.
یاده دې وي چې، ملا عبدالغني برادر د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر مجاهد مرستیال و، هغه د طالبانو په لیکو کې یو له بانفوذه مشرانو څخه ګڼل کیږي. نوموړی په ۲۰۱۰ کال کې د پاکستاني حکومت لخوا ونیول شو او په دې وروستیو کې تر اته کلن زندان وروسته له بنده خوشی شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

د طالبانو په فرمان كى داسى راغلى :
محترم ملا عبدالغنى برادر په سياسى چارو كى د مشرتابه مرستيال او د اسلامى امارت د سياسى دفتر د رئيس په توگه وتاكل شو .

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x