افغانستان

د امریکا او طالبانو خبرو کې پرمختګ؛ مذاکرات پنځمې ورځې ته غځېدلي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۵،سلواغه، ۱۳۹۷ل):د قطر پلازمېنې دوحه کې د زلمي خلیلزاد په مشرۍ د امريکايي پلاوي او طالب استازو ترمنځ روانې خبرې پنځمې ورځې ته غځېدلي او نن پنجشنبه هم دغه خبرې روانې دي.

په دوحه کې له روانو مذاکراتو باخبره سرچينې وايي، چې د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرو کې «ډېر پرمختګ» شوی او دواړه لوري «هوکړې  ته نږدې شوي» او له همدې امله روانې خبرې پنځمې  ورځې ته وغځېدې.

د سرچينې په وينا دواړه لوري پر دوو بنسټيزو ټکو سلا ته رسېدلي، چې «اوربند او د بهرنيو پوځيانو وتل» دي.

الجزيره تلويزون په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر سرچينو په حواله وايي، چې يوه ورځنۍ خبرې پنځمې ته غځېدل، د يوه ښه پرمختګ زيری دی.

سرچينې زياتوي، چې په لومړيو دوو ورځو کې له افغانستانه «د امریکايي پوځيانو د وتلو په ميکانيزم او په دې ضمانت، چې افغانستان به راتلونکي وخت کې د امریکا ضد فعاليتونو لپاره نه کارول کيږي» خبرې شوي دي.

رويټرز خبري اژانس د نوم نه يادولو په شرط ليکلي، چې د اوربند لارې چارې او بين الافغاني مذاکراتو ته لاره جوړول به د ننۍ خبرو اجنډا وي.

په کابل کې د امریکا سفارت تر اوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې.

د يادونې وړ ده، چې په قطر کې د طالبانو او امريکايي  استازو ترمنځ دغه خبرې د تېرې دوشنبې په ورځ پيل شوې وې، خو په اجنډا کې د يووالي او پرمختګونو له امله دغه خبرې نن پنځمې ورځې ته غځېدلي دي.

طالبانو او امريکا که څه په دې اړه ډېر جزيات نه دي ورکړي، خو دواړه غاړه په روانو خبرو کې پرمختګونو ته خوشبين دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
لونګ

که چیری سوله راشی زه به له مسافری نه خلاص شم. اول به د مور او پلار قبر ته ځم او ورته به دعا کوم، بیابه د نورو خلکو کورنو ته ځم هغوی ته به دعا چی د چا ځوی امریکایانو وژلی او د چا طالبانو.
دا عبدالله عبدالله به چی ځی او که به طالبانو سره غاړه په غاړه کیږی؟

Karwan

لونک ##ه، ته خو هر وخت کور ته تللي شوي او دمور او پلار زيارت دي کولاي شوي. هلته خو ستا دالري حکومت حاکم دي. نو له ځه نه داريدي. کاروان

اورتور

دویب پاڼی ګرانو چلونکو! دطالبانو سره د سولی په هکله ستا سو ګړی په ګړی تازه معلومات خپرول سخت په زړه پوری او د پوره قدر او ستاینی وړ دی. جوړ،په خیر او بریالی مو دخدایه غواړم.

لونګ

که سوله په ریښتیا راشی په والله قسم چی زه به څومره ډیر وژاړم، پدی خاطر نه چی ولی سوله وشوه پدی خاطر…

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x