روغتیا

د زکام، نزله او ټوخي څخه د خلاصون غوره لارې چارې

نن ټکی اسیا (جمعه، ۵ سلواغه، ۱۳۹۷ل): د یخنۍ موسم له پېلیدو سره سم د نړۍ په بېلا بېلو سیمو کې لومړی کوچنیان او هم لویان په نزله، زکام، ټوخي، تبه، ستوني درد، سینه او په دېته ورته ناروغیو اخته کیږي، چې له سختو او ستونزمنو ناروغیو څخه بلل کیږي.

د یخنۍ موسم له کبله په ځانګړي ډول هغه مهال چې د باران کمښت وي له ۱۲ سوو څخه زیات بېلا بېل وایروسونه رامنځته کیږي، کله د عطرو څخه الرجي، کله د ونې څخه، کله د یخې هوا کله د څه او کله څه، چې له کبله یې نزله، زکام، تبه او ټوخي ناروغۍ رامنځته کیږي، د ستوني خرابوالي سره تبه حتمي راتلونکي وي.

دغه مهال که له ډاکټر څخه درمل هم وخوړل شي اثر یې کم وي، او انسان تر خپله حده د څو ورځو لپاره سخته ناروغي تیروي، ددې لپاره دلته څو غوره کورنۍ لارې چارې او په زړه پورې نسخې ستاسې مخ ته ږدو:

بخار تیرول

د جوش اوبو بخار یا لوګی تیرولو سره د حلق لاندینۍ برخې څخه د نزلې اثرات له منځه ځي، ددې سربېره د پوزې بندوالی خلاصیږي او ددې څخه رامنځته کیدونکې تنګسه او اضطراب له منځه ځي.

د کار طریقه: په یوه پتیله یا غټ لوښي کې اوبه واچوئ ښه یې جوش کړئ، بیا یې کیږدئ او خپله سر مو په یو څادر کې پټ او لاندې پتیلې ته مخامخ کړئ، ژوره ژوره ساه واخلئ تر څو د اوبو لوګی او بخار په سمه توګه د پوزې له لارې تنفس کړئ، د لا زیات اثر لپاره په اوبو کې د «یوکلپټس» تېل ګډ کړئ، دا ډول د لاچي ونې پاڼې په دې اوبو کې ګډې کړئ، په دې سره به مو د ستوني څخه بلغم ختم شي او ټوخی به مو ارام شي، سربېره پر دې به د نزلې په مخنیوي کې اساني وشي، دغه کار له پنځو څخه تر لسو دقیقو تکرار کړئ.

شات او لیمو

ددې ستونزمنې ناروغۍ څخه د خلاصون دویمه لار د شات او لیمو استعمال دی، ددې لپاره یو کاشوغه شات او د لیمو اوبه په تور سلیماني چای کې ګډ کړئ او ویې څښئ، همدا ډول له چای پرته لیمو او شات یوځای ګډ کړئ او ویې خورئ، په دې سره به مو ستونی تر ډیرې اندازې ارام شي.

د دار چیني چای

دار چیني هم د یادو ناروغیو مخنیوي لپاره غوره څيز دی، د یوې کاشوغې په اندازه دار چیني په خلاصو اوبو کې ګډ کړئ، تر شل دقیقو یې سر پټ کیږدئ، بیا د خوږوالي په اندازه شات ورګډ کړئ او د ورځې تر درې پيالو پورې یې وڅښئ، همدا ډول د چای کولو پرمهال دې کې دار چیني ګډ کړئ او ښه یې جوش کړئ بیا یې وڅښئ، تر ډيرې اندازې به له ناروغۍ په ارام شئ.

هوږه

هوږه تقریبا د هرې ناروغۍ جادويي درمل بلل کیږي، د یادې ناروغۍ مخنیوي لپاره هوږه وټکوئ او په شاتو کې یې ګډه کړئ بیا یې وخورئ، په دې سره به مو خراشک یا بلغم ختم شي او د ستوني درد او د مرغړۍ پړسوب هم کم شي.

د ادرک، کشمالي او شاتو ګډ چای

په یوه پیاله ګرمو اوبو کې تازه سپین ټکول شوی ادرک واچوئ او یوه کاشوغه شات په کې ګډ کړئ او وڅښئ، په دې سره به مو بلغم لرونکی ټوخی، او د سینې سختوالی روغ رمټ شي، د ادرک یا زنجبیل چای سره مو بدن خوله کوي چې ورسره تبه هم له منځه ځي، که لا زیات اثر یې غواړئ په دې کې د کشمالي پاڼو څخه ویستل شوې اوبه ګډې کړئ.

د کوچنیانو لپاره:

ادرک او شات

د کوچنیانو لپاره د نزله، زکام، سینې او تبې ناروغیو پرمهال ادرک او شات ګټور دي، یوه کاشوغه شاتو کې د ادرک څخه ویستل شوې څو څاڅکي اوبه ګډې کړئ، او پر دغه ناروغۍ اخته کوچنیانو یې وڅښئ، خو دا نسخه د یو کال څخه کم عمره ماشوم لپاره نه ده.

د ټوخي کورنی شربت

ادرک/زنجبیل، کشمالي، لایچي او تور مرچ اوبو کې ګډ او په اور یې جوش کړئ، بیا یې یخ کړئ، د لا زیات اثر او خوند ښه کولو لپاره په کې شات هم ګډ کړئ، بیا يې پر ناروغ کوچني وخورئ، تر ډیره به یې ناروغي ارامه شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x