ورزش

«بخښنه یې وغوښته مونږ معاف کړ؛ نور د نړیوالې شورا کار دی»

نن ټکی اسیا (جمعه، ۵ سلواغه، ۱۳۹۷ل): د سویلي افریقا لوبډلې مشر فاف ډوپلیسي د سرفراز احمد پر هغو خبرو چې تېره سه شنبه یې د تور پوستي سویلي افریقايي لوبغاړي په اړه د نسل پرستۍ او تعصب خبرې کړې وې- څرګندونې کړي دي.

فاف ډوپلیسي چې د سویلي افریقا لوبډلې مشر دی د پنجشنبې په ورځ د تمریناتو پرمهال ویلي وو چې هغه (سرفراز احمد) ته یې بخښنه کړې ځکه چې هغه په خپلو خبرو جدي پښيماني ښودلی او سمدلاسه یې بخښنه غوښتې ده.

«مونږ هغه ته بخښنه کوو ځکه چې هغه وویل «زه بخښنه غواړم»، خو نورې چارې د کرېکټ نړیوالې شورا په لاس کې دي، د هغوی معامله کې مونږ لاسوهنه نشو کولای د هغوی پریکړه د هغوی ده».

نوموړي زیاته کړه «مونږ دغه خبره دومره په اسانه نه اخلو، خو چې هغه «سرفراز احمد» سمدلاسه بخښنه وغوښته مونږ معاف کړ، دا معنا نشوه چې دغه خبره به وغورځوو».

ډوپلیسي د سویلي افریقا په اړه وویل: «دلته د نسل پرستۍ ستونزې زیاتې دي، کله چې ته سویلي افریقا ته راځې باید له ډیر احتیاط څخه کار واخلې، په ځانګړي ډول هغه مهال چې یو تعصبي او د نسل پرستۍ څخه ډکه تبصره کوې.

انډایل فیلوک وایو چې سرفراز یې په اړه دغه خبرې کړې وې، وویل: «ما هیڅ احساس نه کړه چې دغه خبرې مخامخ زما په اړه دي ځکه چې په ژبه یې نه پوهیدم».

فاف ډوپلیسي خپلې وروستۍ خبرې په خوشاله مزاج یو وار بیا د بخښنې کولو وکړې، او زیاته یې کړه: «مونږ یو مهربانه لوبډله یو، ډیر ژر بخښنه کوو، خو که چیرې د پاکستان پرځای استرالیا لوبډله وای نو زمونږ حالت به بدل و».

له بل پلوه د کرېکټ نړیوالې شورا د لوبې لوبڅار څخه د پېښې په اړه راپور جمع کړی دی او د هر اړخیزو معلوماتو ترلاسه کولو څخه وروسته به پریکړه کوي، کرېکټ پوهان وایي چې دغه پریکړه نن پېښیدونکې ده او پر سرفراز احمد لږ تر لږه د ۳ څخه تر ۵ سیالیو بندیز لګیدلی شي.

د یادونې ده چې سرفراز احمد د سویلي افریقا او پاکستان ترمنځ دویمه سیالۍ کې هغه مهال چې لوبه یې له لاسه وتله او افریقايي لوبغاړي انډایل فیلوک وایو غوره توپوهنه کوله- خپل احساسات له لاسه ورکړل او پر نوموړي یې د نسل پرستۍ او تعصب جملې وکارولې.

وړمه ورځ سرفراز احمد په خپل ټویټر پاڼه پر خپلو کړنو بخښنه وغوښته او زیاته یې کړه چې هیڅ کوم لوبغاړی یې هدف نه دی ګرځولی خو خپله غوصه یې کنترول نه کړای شوه او په قومي ژبه «اردو» یې څو جملې وکارولې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x