نظــر

د طالبانو سیاسي استقلال او برلاسي

حدیدالله ذاکری – لندن

د قطر پلازمينه دوحه کې نن په پنځمه ورځ هم د طالبانو سياسي استازو او امريکايي لوري ترمنځ د افغانستان د قضيې د سياسي حل په موخه خبرې روانې دې او له قطر نه ځينو سرچينو په حواله داسې خبرونه خپاره شوي چې ګواکې طالبان او امريکا يوې موافقې ته نژدې شوي دي او تمه ده چې دواړه لوري په کړو توافقاتو يوه ګډه اعلاميه خپره کړي.

ويل کيږي چې په دې ګډه اعلاميه کې به طالبان امريکا ته د دې ډاډ ورکړي چې په راتلونکې به امريکا ته د افغانستان له لوري کوم ګواښ نه پيښيږي او افغانستان به د نورو هيوادونو په خلاف نه استعماليږي، همدا راز امريکا به طالبانو ته ډاډ ورکوي چې له افغانستان څخه به ټول نظامي سرتيري له ټاکلي مهالويش سره سم وباسي، خو تر اوسه په دې خبره نه ده شوې چې په افغانستان کې به له امريکايانو وروسته د چا او څه ډول حکومت وي او د حکومت د انتقال پروسه به څه ډول ترسره کيږي او دا موضوع همداسې ګونګه پاتې ده.

د بل پلوه طالبانو د خپل سیاسی ثبات او قوت لپاره د خپل معمول مطابق د افرادو په تغیر او تبدیل کی د پام وړ تغیرات راوستی چی تر ټولو مهم او د پام وړ یی په سیاسی تشکیل کی د سیاسی رهبری او کمیسون تغیر دی.

بل لور ته طالبانو په خپلو تشکيلاتو کې د مسؤلينو او مشرانو په مسؤليتونو کې هم تغير راوستی دی او په دې تغيراتو کې يې تر ټولو مهم او د پام وړ تغير يې د سياسي کميسيو ن په رهبرۍ کې تغيرات ګڼل کيږي او د طالبانو د وياند ذبيح الله مجاهد له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي دي چې دا تغيرات يې له امريکايی لوري سره د روانو مذاکراتو د ښه ترسره کېدو په موخه کړي دي.

ویل کیږي چې طالبانو د یوې مهمې لاس ته راوړنې په توګه خپل یو داسې مشر چې له نظامی اړخه په طالبانو کې تر هرچا ډیر پخوانی محبوبیت او نفوذ لرونکی مشر دی الحاج ملا عبدالغني برادر د خپل مشر شیخ هبت الله اخندزاده سیاسي مرستیال او د قطر د سياسي دفتر د مشر په توګه ټاکل دي.

دا ټاکنه پخپل اصل کې د طالبانو لپاره ډیره مهمه ده، ځکه دوی غواړي چې خپله سیاسي رهبري د ګاونډیو هیوادونو په ځانګړې توګه د پاکستان له نفوذ پرته په داسې يو ځای کې تقويه کړي چې هلته د هغوی سياسي استقلاليت ثابت او د مغرضو کړيو له لاس وهني خوندي وي او د قطر په څېر يو دريم هيواد کې د طالبانو د سياسي رهبرۍ موجوديت دې ته زمينه برابروي چې خپلې سياسي پريکړې په خلاص مټ او خپله خوښه د چا له نفوذ او اغيز پرته ترسره کړي.

ډېری افغان طالب مشران او د قطر دفتر پخوانی مشر محمد طیب اغا هم دا هيله درلوده چې طالبان بايد په پاکستان کې نه وي، خو اوس چې طالبان توانيدلي خپل سياسي فعاليتونه له پاکستان نه بهر په بل هيواد کې تنظيموي او قطر ته د ملا عبدالغني برادر له ورتګ سره سم ښايي د قطر دفتر پخوانی مشر طيب اغا هم په قطر کې بيرته له طالبانو سره په رسمي توګه د فعاليت له پاره زړه ښه کړي او دا کار به د طالبانو د سياسي قوت او استقلال له پاره بې ساری او قوي اقدام وي.

که چیرې د طالبانو د سیاسي کمیسون په اعضاوو کې د طالبانو د وخت پنځه قوي وزیران چې په ګوانتنامو زندان کې هم له ډېر وخت راهيسې بندیان وو، قوي سیاسي څیره شیرمحمد عباس ستانکزی، سید محمد طیب اغا او د نورو سياسي او علمي څېرو په ګډون د نوي سیاسي رهبرۍ تر قیادت لاندې کار وکړي، نو بې له شکه چې دا به د طالبانو د یو پیاوړي سیاسي ټیم په توګه وځلیږي او ممکن چې ډیرې نورې مهمې سیاسي لاسته راوړنې به ولري او په ریښتیا به هم د هغوی د نظامي قوت او لاس ته راوړنو په څېر یوه بله بی سارې او قوي لاسته راوړنه وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
لونګ

یاره په دی خبرو نور خلک نشي غولولی. افغانان ټول اوس په سیاست پوه دي. طالبان هغه وخت د استقلالیت دعوا کولای شی چی خپل کورونه، کویټی او پیښور شوراګانی له پاکستان څخه وباسي. دا خبری د خلکو په سترګو کی خاوری چندل دي. خرڅ مو څوک در کوي، اسلحه له کومه راځی او مهمه دا چی ستاسو په سر پاکستان په میلیاردو ډالره خو هسی تر لاسه کړی ندي. د ملا برادر خوشی کول هم یوه ډرامه ده بیا د هغه تګ قطر ته تاسی ورته استقلالیت وایی خو نور دا کارونه ټول د آی اس آی برنامی بولی.… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx