افغانستانخبرونه

د جنارې په مراسمو بمبار کې »۱۰« ولسي وګړي وژل شوي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۵،سلواغه، ۱۳۹۷ل): د هلمند ولایت په سنګین ولسوالۍ کې د جنازې په مراسمو برید کې ۱۶ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د رسنیو د راپورونو په حواله، د هلمند ولایت په سنګین ولسوالۍ کې تېره ورځ په هوايي برید کې د وژل شویو ۱۳ ملکي وګړو د جنازې په مراسمو برید شوی چې په ترڅ کې یې ۱۶ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

په ولسي جرګه کې د هلمند د خلګو استازي هاشم الکوزي رسنیو ته ویلي چې «په یاد برید کې لس تنه شهیدان شوی او ۶ نور ټپیان دي».

یاده دې وي چې په ملکي وګړو باندې د ګډو ځواکونو هوایي بریدونو داسې مهال زور اخستی چې، امریکایان او طالبان په قطر کې د اوولس کلنې جګړې د پای ته رسولو په موخه سره جرګه شوي، د ګډ حکومت یوه مشر محمد اشرف غني تېره ورځ دا خبرې محکومې کړې او ويې ویل چې «تر هغو چې افغانستان او سیمه ئیز هیوادونه په دې خبرو کې ورګډ نشي، یادې خبرې به کومه څرګنده پایله ونلري».

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عظیمی

ته څوک یی چا راوستی یی؟ که د صلح لمردرباندی راوخیژی د واوری د ناوکی په شان به اوبه شی او نوم به دی په تاریخ کی د قدرت طلبه، بی مفکوری دبل دګتو سباهی …..اوناکام ريس جمهور ٍثبت سی. که صحیح عدل او انصاف راشی. په بین افغانی محکمه که د صدام په شان دار ته راکش سی. او ستا او خلیلزاد هیڅ فرق نشته. ته هــم امریکایی طابعت لری اوهغه هم. هغه تر تا لا لږ شرف لری. هغه په ډاګه د خپل بادار د ګټو دفاع کوی. مګر ته….. لعنت دی پر منافیقینو. تل او اباد دی… نور لوستل »

عبدالواحد اڅګزۍ

که طالبانوصبرکړۍ وای له دی منافق خلیلزاد سره یی دخبروانکارکړۍ وای امریکا پخپله مجبوره وه وته په سوریه کی چاخبری یاصلحه ورسره وکه روس له چاسره د صلح خبری وکی چه فوجونه یی وایستل فقط لازم وو چه طالبان ووایی زموږدملکه ووزۍ نه صلح غواړونه خبری کووتاسوبه لیدلی وای چه وتل کنه وتل- ددوی زوروخا تۍ دامنافق خلیلزاد دصلح امیدورپیداکۍ

عبدالواحد اڅګزۍ

لوبدبختی داده موږدقرآنکریم صحیح تعبیرنسوکولای فرعون دخپل قوم نارینه کوچنیان وژل اولوڼی یی ورپریښووی ،نوح (ع)۹۵۰کاله قوم ته تبلیغ وکۍ همداسی نورچه پرلار-نسول الله څه په وکړل،لکه اشرفغنی اوکرزۍ چه فکرکوی دغه رقم ترکی ،ببرک کامل ،حفیظ الله امین اونجیب ګو فکرکاوی چه دروس طاقت ته څوک شکست ورکولای سی دانسانانوپه فکر ناممکن ووروس ترامریکا۱۰چنده په قوت کی زیات ووالله څه په وکړل اوس دابمبارۍ اوقتلونه الله نه وینی دغسی تاسی تر ۵ کالوپوری صبروکۍ چه الله غربی ملکونه اوامریکاترروس زیات نه درپدره کوی یاد لری تر۲۰۲۴کاله.په احترام عبدالواحداڅګزۍ

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x