نظــر

ګډوډ احساسات!!

نور احمد نور

یوې خواته په قطر کې د طالبانو او امریکا تر منځ مذاکرات روان دي چې دا پړاو یې تر هغو نورو ټولو اوږد شو او ښایې چې سبا به هم دوام وکړي تر اوسه د مذاکراتو کره جزیات نه دي څرګند خو په مجموع کې د خبرو اوږدیدل ښیې چې خبرې موثري دي او کیدای شي چې مثبته پایله دي ولري.

بل لور ته  د هلمند په سنګین کې د “سر یې وهو سنګر یې نیسو” عملیاتو په ترڅ کې په تش لاسي اولس قیامت صغری نازل شوی. عام وګړي چې زیاتره یې ماشومان دي د ګډو ځواکونو په عملیاتو کې شهیدان شوي او ورپسې د هغوی په جنازه کې یو ځل بیا د وحشت ښکار ګرځیدلې او په عامه جنازه بمبار شوی. ټوله سوشل میډیا د تنکیو شهیدو ماشومانو په انځورونو ډکه ده چې که څوک د کاڼې زړه هم ولري اوښکې به یې ورته تم نشي.

دواړه پیښې داسې څه دي چې احساسات یې ګډوډ کړي، مذاکرات د خوښۍ احساس پاروي او دا تمه پیدا کیږي چې کیدای شي د افغانستان ناورین نور پای ته ورسېږي د لکونو شهیدانو ویني خپل رنګ ښکاره کړي او په برکت یې له سولې برخمن شو.

خو بل پلو بیا شهیدي معصومې څیرې د زړه د عاطفې تارونه په معصومو ګوتو ښوروي او د زړه درد د اواز پر ځای د اوښکو په څاڅکو کې له سترګو راوزي.

د تنکیو ګلانو شهادت سړی د فکر په سمندر لاهو کوي د افغانستان څلوېښت کلن ناورین د سړي سترګو ته جګ ودریږي د ثور له کرغیړني کودتا سره سم ناورین پیل کیږي څومره ځوانۍ خاوري شوي، بې شمیره کدرونه مو له لاسه ورکړل، په لکونو ښځې کونډي او ماشومان یتیمان شول.

کله چې زموږ کړېدلي اولس د طالبانو د واکمنۍ په مهال ایله د سکون ساه اخیسته چې ناببره د غربي ښکیلاک له لوري بیا ناتار جوړ شو او اتلس کاله کیږي چې در ګرده مو اولس د جګړې په تناره کې سوځې سپین ږیري، ځوانان او تنکې ماشومان دي چې د وحشت له لاسه خپل ژوند له لاسه ورکوي او لا هم د غربې لیوه ګيډه ډکه نشوه او هر وخت یې داړې د مظلومو افغانانو په وینو سرې وي.

د واک دعوه دران یې په خپلو ګټو او چکرونو پسې په سویس کې ګرځي،  دفاع وزیر یې چې وار د مخه لا په بشر ضد جنایاتو متهم دی “د سر یې وهو سنګر یې نیسو “تر  ستراتيژۍ لاندي د تنکیو ماشومانو په وژنه ځان زړور ګڼې او چې زړه یې سوړ نشي نو بیا په جنازه هم له بمباره دریغ نکوي چې په حقیقت د خپلو بشر ضد جنایاتو په لسټ کې نور څه اضافه کول دي.

د اولس په زړونو کې خواږه پاتي نه دي څوک په یتمیانو پاخه دي، اکثره خویندي بې ورونو تشو دیوالونو ته پاتې شوي، ډیری ناوکیاني په سره لاسونو کونډي شوي آن چې ځینې خو د پلا په کور له خاونده محرومې شوي، ډیری میندي خپل ماشومان اوس هم د پلار د راتلو په تمه ویده کوي، مورګاني د خپلو ورکو شهیدو زامنو لپاره تر اوسه د کور دروازې خلاصې پریږدي.

د اولس درد د سولي د خوښۍ احساسات مړاوي کوي خو دا چې د اشغالګرو د ایستلو لپاره ځوانۍ قربان شوې نو د همدغو شهیدانو د ارمانو پوره کیدل بیرته د خوښۍ احساس پیدا کوي. الله تعالی دې نور د اشغال دا تور او وحشتي ټغر زموږ له هیواده ټول کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x