وحدت ګوند د «مؤفت حکومت» جوړولو ګواښ کړی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۶سلواغې، ۱۳۹۷ل): وروسته له هغه چې د حکومت نیم شریک محمد اشرف غني د اجراییه ریاست مرستیال او د خلکو د وحدت ګوند مشر محمد محقق له دندې لري کړ، پلویانو يې د مؤقتې ادارې جوړولو ګواښ کړی.

د «حزب وحدت اسلامی مردم افغانستان» ګوند ویاند محمد ناطقي پرون په یوه خبري ناسته کې وویل، که ډاکټر غني د ګډ حکومت د لغوه کولو هوډ لري نو دوی به نورې لارې «لکه د مؤقتې ادارې لپاره هڅې» پیل کړي.

ارګ تېره پنجنشبه په خپره کړې خبرپاڼه کې اعلان وکړ، چې محمد محقق له مرستیالۍ لرې کړل شوی دی.

اعلامیه لیکي: «د افغانستان د اساسي قانون د ۶۴ مادې د ۱۳ بند د حکم له مخې د اجراییه ریاست د دویم مرستیال محمد محقق لرې کول منظور دي.»

محقق د امنیت شورا د پخواني سلاکار او راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته د نوماند حنیف اتمر دویمې مرستیالۍ ته نوم ثبت کړی دی.

دا ګوند چې په ټاکنو کې د «سولې او اعتدال» په نوم ډلګۍ هم لري، د دې ډلګۍ له لارې په یوه اعلامیه کې د محقق لرې کېدل سیاسي بللي دي.

د سولې او اعتدال ډلګۍ په خپره کړې اعلامیه کې پر حکومت غږ کړی، چې صادر کړی فرمان دې بېرته واخلي.

اعلامیه لیکي: «د الحاج استاد حاجي محمد محقق په اړه صادر شوی فرمان دې ژر تر ژره لغوه شي، د ۱۳۹۸ ولسمشریزو ټاکنو تر پایلې پورې دې سیاسي مقررۍ، بدلول او لرې کېدل وځنډول شي.»

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د