هلمند؛ اتمر هم د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې د «څېړنې» غوښتنه کړې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۶سلواغې، ۱۳۹۷ل): وړمه ورځ د هلمند په سنګین ولسوالۍ کې د ګډو ځواکونو په عملیاتو کې د یوې کورنۍ ۱۳ غړي ووژل شول، چې د هغوی د جنازې پر مراسمو بل هوايي برید ۱۶ تنو نورو ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله واړوله.

په ولسي جرګه کې د هلمند د خلګو استازي هاشم الکوزي رسنیو ته ویلي چې «په یاد برید کې لس تنه شهیدان شوی او ۶ نور ټپیان دي».

تازه د امنیت شورا پخواني سلاکار محمد حنیف اتمر هم د دې مرګ‌ژوبلې د څېړنې غږ کړی دی، چې پخپل ډول کې يې لومړی غږ بلل کېږي.

اتمر چې راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته هم نوماند دی، وړاندې تر دې يې په ورته ډله‌ییزو وژنو خوله نه ده چوله کړې، خو تازه يې له دفتره خپره شوې اعلامیه کې د ملکي وګړو مرګ‌ژوبله «غندلې» ده.

هغه پر حکومت لا دا غږ هم کړی چې د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره دې پر یو طرزالعمل کار وکړي.

پر اتمر تور دی چې د خپلې دندې پر وخت يې د ملکي تلفاتو د توجیه کولو او د حکومت د مبالغه امیزو ستاینو لپاره فیسبوکي ځوانکي ګمارلي و، خو اوس يې حکومت ته ور پام کوي چې باید «مسؤلانه» ګامونه پورته کړي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د