د وینزویلا پر سر د امریکا او روسیې تر منځ د ټکر امکان!

اسد مبارز

له تېرو څو میاشتو راهیسې د وینزویلا اقتصادي حالت په تیزۍ سره مخ پر رکود روان دی، د راپورنو له مخې د Hyper Inflation (اقتصادي حالت چې د توکو نرخونه په تیزۍ سره لوړېږي) له وجې خلکو سره د لومړنیو توکو اخیستلو لپاره پیسې نشته، د کارېګرو دندې وځنډېدي، کرنسي یې په تیزۍ سره ارزښت له لاسه ورکړل، د حکومت خلاف یې ګڼې مظاهرې روانې دي، نږدې دېرش لکه خلکو یې ملک پریښود او نورو هېوادونو ته مهاجر شول.

ستونزې ولې ډېري شوې؟

په وروستیو کې د تېلو قیمتونو په نړیوالو مارکیټونو کې تر ډېره حده کم شول، او د وینزویلا اقتصاد د خامو تیلو پر وارداتو ولاړ دی، د راپورونو له مخې د هیواد ۹۵ سلنه عایدات د خامو تیلو له وارداتو راځي، نو طبعا چې کله د تیلو قیمتونه په نړیوالو مارکیټونو کې پرېوځي نو د وینزویلا اقتصادي حالت ورسره خرابېږي.

امریکا او روس؟

د داسې حالت سربېره د امریکا ولسمشر ټرمپ اعلان وکړ چې مونږ د وینزویلا برحاله ولسمشر نیکولس مادورو پر ځای د اپوزیسیون مشر جواین ګوېدو د قانوني ولسمشر په صفت پېژنو، د ټرمپ له بیان سره برازیل، کولمبیا او پېرو همزمان همغږي وښوده. امریکا او نور هیوادونه یې دلیل د هایپرانفلاسیون، د حکومت پر ضد ګڼې مظاهرې او د تېرې میاشت په ټاکنو د نیکولس مادورو په ګټه تخلف او تقلب چې اپوزیسیون پکې له ټاکنو د بایکاټ اعلان کړې وو په ګوته کوي.

د امریکا له دې اعلان سره سم د وینزویلا برحال ولسمشر نیکولس مادورو امریکا د ملک په داخلي امورو کې پر لاسوهنې تورنه کړه او امریکایي ډیپلوماتانو ته یې په 72 ساعتونو کې د وینزویلا پرېښودلو اخطار ورکړ.

امریکا ولې وینزویلا ته غوسه ده؟

د پورته دلایلو تر شا څو دلیله نور دي چې امریکا وینزویلا ته غوسه ده، وینزویلا له له تېرو دوه کالو چین او روسیې بلاک کې ته د نږدي کېدلو کوشش کوي، تېر کال چین د وینزویلا په يو داسې ځاى کې امنیتي اډه جوړه کړه چې په آسانۍ سرہ امريکا په نښه کولې شي او اوس روسیه د وینزویلا کارابین جهیل پر غاړه د امنیتي اډې جوړولو تابیا نیولې. امریکا ویرېږي چې چین او روسیه به وینزویلا د دوی ضد استعمال کړي.

د مسکو ټایمز ورځپاڼه لیکي چې روسیې نن له وینزویلا سره د شپږ میلیارد ډالرو پانګونې قراداد لاسلیک کړ. له دې سره سم چین اعلان وکړ چې آماده دي وینزویلا کې میلیادونه ډالر پانګونه وکړي تر څو د تیلو استخراجول پیل کړي

امکان شته چې امریکا دې وینزویلا کې نظامي مداخله وکړيتر څو د چین او روسیې د نظامي اډو مخه ونیسي، د کرېملین رسمي ویب سایټ یو خبر خپور کړی چې د روسیې ولسمشر ویلادیمېر پوتین امریکایي سیال ته اخطار ورکړی که وینزویلا دننه د نظامي مداخلې هڅه وکړي، ځواب به یې ورکړي.

وخت به وښیې چې امریکا په وينزويلا نظامي مداخله کوي که نه، او که ویې کړله نو د روسیې جواب به څه وی.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
پتنګ
میلمه
پتنګ

زمونږ په ګټه ده ، خکه چې فاسدین به خپل عساکر ژر وباسي !