
ننګرهار:د ماين په چاودنه کې محصله وژل شوې
نن ټکی اسیا (شنبه، ۶،سلواغه، ۱۳۹۷ل): د ننګرهار ولايت په مرکز جلال اباد ښار کې د يو چسپکي ماين له امله يوه محصله وژل شوې او دوه تنه نور ټپيان شوي دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي رسنيو ته ويلي دي چې نن سهار شاوخوا نهه بجې دا پيښه د جلال اباد ښار د څلورمې ناحيې اړوند عيد ګاه جومات ته څېرمه رامنځته شوه.
خوږياڼي وويل چې دا چسپکي ماين د ماين پاکۍ د يوې موسسې موټر پسې نښلول شوی و چې چاودنه يې رامنځته کړه او دا مرګ ژوبله يې واړوله.
په پيښه کې موټر چلونکی ا و يو بل تن ټپيان شوي او يوه محصله چې د ماين پاکۍ موسسې د کارکوونکي لور وه او پوهنتون ته روانه وه، وژل شوې ده.
ددې پيښې مسؤليت تر اوسه چا په غاړه نه دی اخيستی.
د يادونې وړ ده چې څو مياشتې وړاندې داعش وسله والې ډلې په ننګرهار کې ښوونځيو، پوهنتونو او نورو تعليمي ادارو باندې د
بريدونو ګواښ کړی و.
نژدې شپږ مياشتې وړاندې په ننګرهار کې داعش وسله والې ډلې د ننګرهار پوهنتون په طب پوهنځي بريد کړی و چې له هغې وروسته د ننګرهار پوهنتون طب پوهنځی د څه مودې له پاره تړل شوی و.