ګوادر: دسړک جوړونی د موسسي لس کسه کارکونکي ووژل شول

په نښه شوي موسسه سیمه کي دګوادر دسرحدي ښارګوټی پالري سره څیرمه دیو سړک په جوړونه بوخته وه، ترکارلاندي سړک له سرحدي ښارګوټي پالري څخه شروع کیږي، اودمکران له ساحلي لویی لاري سره موښلي.
دپلوچستان ایالت دکورني امنیت یوه لوړ رتبه چارواکي اکبرحسین دراني رسنیو ته ویلي کارکونکي هغه وخت دوسلوالو تربرید لاندي راغله کله چي د کارله ختمیدو څخه وروسته دسړک له غاړي سره ددمي په حالت کي وه.
له غلچکي برید څخه وروسته وسلوالو سیمه خوشي کړي، اودپیښی په اړوند تراوسه پوري د امنیتي مسئولینو له لوري څیړني رواني دي، خو دچادنیول کیدو خبرندي ورکول شوي، اضافي ځواکونه دپیښي ځای ته رسیدلي، سیمه یی کلابنده کړیده وژل شوي کسان یی دګوادر ښار دولتي روغتون ته رسولي، اودبرید کونکو دنیولو هڅي رواني دي
بخت الرحمن بخت