د قطرغونډه ولې شپږمې ورځې ته وغځیده؟!

نن ټکی اسيا سرليکنه

له دوشنبې راهیسي تر نن شپږمې ورځې پوري د خلیلزاد په مشرۍ ۱۱ کسیز امریکايي مذاکراتي ټیم د طالبانو له سیاسي استازیو سره د قطر په دوحه ښارکې په مذاکراتو سرګرم دي.

د غونډې په دوهمه ورځ تر ډیره د جانبینو له خوا خبره وروستۍ هوکړې ته نیږدې شوې وه چې امریکايي جانب له خپلې خبرې واوښت.

ځکه نو د غونډې د ځنډ اصلي لوری امریکايي جهت دی چې زړه نازړه داسې ټکي په خبرو کې راپیدا کوي چې هغه د لانجې د حل په ځای د هغې د لاستونزمن کیدو لامل کیږي.

دا سبب دی چې تیره ورځ ځینو ناموثقو منابعو په غونډې کې د پاکستاني او قطري استازیو د شتون اوازه هم راپورته کړه.

خو په دوحه کې د طالبانو سیاسي دفتر ته یوې ډیرې نیږدې او باورې سرچیني د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د پاکستاني او قطري استازیو شتون په کلکه رد او په دې اړه خپره شوې اوازه یې بيځایه وبلله.

نن چې د غونډې شپږمه ورځ ده بیا هم د غونډې دواړه لوري هیله من دي چې ترمنځ به یې پر وروستۍ پریکړې توافق راشي.
د جانبینو ترمنځ د اختلاف وړ ټکی اوربند دی چې امریکایان یې په عملي کیدو ټینګار لري.

خو طالب استازي امریکايي جهت ته په ډاډ ورکولو سره د دې خبرې تضمین کوي چې ستاسي تر وتلو وروسته به له افغانستان ستاسي لپاره ګواښ نه جوړیږي.

له دې پرته له امریکایانو وروسته افغانستان او په هغه پوري ټول تړلي خبرې د افغانانو کورنۍ موضوع ده چې باید د امریکایانو له هرډول اغیز او مداخلې پرته خپله د افغانانو ترمنځ حل وفصل شي.

په مذاکراتي بهیر کې د طالبانو جدیت او هغه ته ژمنتوب د طالب مشرتابه له وروستې پریکړې ډیرښه جوتیږي چې د یاد بهیر د پرمخ وړلو لپاره یې خپل یو ترټولو باوري، ذی صلاح او مهم شخص ملا عبدالغني برادر د قطر د سیاسي دفتر د مشر په توګه تعین کړ.

مذاکراتي بهیر ته د طالبانو د ژمنتوب بل اساسي ټکی دا هم دی چې هغوی په مذاکراتي اجنډا کې له پیل نه په خپلو ثابتو غوښتنو ټینګ ولاړ دي ، نه له هغو څخو پر شاکیږي او نه هم د امریکايي استازي په څیر د هغو پر سر پریکړې ته زړه نازړه دي.

له خپل لوري پر مذاکراتي اجنډا باندې د طالبانو له ټینګاره داسې ښکاري چې هغوی په هیڅ صورت د هغې په موادو کې هیڅ ډول بدلون او تغیر ته نه دي تیار .

د طالبانو دا ټینګار ښايي پر امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ هم ډیر دروند تمام شي کوم چې غواړي د جنوري په ۲۹ خپل ولس ته د امریکا له کانګرس څخه خپله کلنۍ وینا وکړي.

که په روان مذاکراتي بهیر کې امریکایان له طالبانو سره هرډول پریکړې ته رسیږي دا به د ټرمپ د وینا لپاره مهم ټکی وي ، ځکه نو امریکايي استازی زلمی خلیلزاد هم دیته پښې ټینګې کړې چې داسې پریکړه ولسمشر ټرمپ ته په لاس ورکړي چې له افغانستان څخه د وتلو په صورت کې ده ته هم یوه د وړو پوزه ورجوړه شي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د