
کندهار؛ مرکز کې د میوند ولسوالۍ د قطعې مشر وژل شوی
نن ټکی اسیا (شنبه، ۶سلواغې، ۱۳۹۷ل): کندهار ښار کې څلورمه حوزه کې د میوند ولسوالۍ د ملي امنیت مدیر او د قطعې مشر د طالبانو په مخامخ برید کې وژل شوی دی.
طالب ویاند قاري یوسف احمدي پخپله ټویټر پاڼه لیکي، چې نوموړی تېره ورځ ناوخته د دوی د غلچکي بریدګر وار ته برابر شو.
د سرچینې په وینا حمیدالله حمیدي پخپل موټر کې د ننه د څلورمې حوزې په دهخواجه سیمه کې طالب سرتېري وژلی دی.
هغه لیکلي: « د کندهارښار د څلورمې حوزې اړوند په دهخواجه سيمه کي د ميوند ولسوالۍ د ملی امنيت مدير حميد الله حميدي چې د دې ولسوالۍ د قطعې مشر هم و، پخپل موټر کې مجاهدينو وويشت او قتل شو.»
د کندهار ځايي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
ویل کېږي حمیدي د کندهار د پخواني امنیه قومندان جنرال رازق له نږدې کسانو څخه ګڼل کېده.